ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

يونيسف د بېوزله افغانانو لپاره د ۱،۴ ميليارد ډالرو مرستې غوښتنه وکړه

يونيسف د بېوزله افغانانو لپاره د ۱،۴ ميليارد ډالرو مرستې غوښتنه وکړه

author avatar
13 Dec 2023 - 15:25
يونيسف د بېوزله افغانانو لپاره د ۱،۴ ميليارد ډالرو مرستې غوښتنه وکړه
author avatar
13 Dec 2023 - 15:25

کابل (پژواک، ۲۲ لېندۍ ۱۴۰۲): يونيسف له نړۍوالې ټولنې غوښتي چې په راتلونکي زېږدیز کال کې د ۱۲،۶ ميليون افغان ماشومانو په ګډون د ۱۹،۴ ميليون افغانانو د لومړنيو اړتياوو پوره کولو لپاره ۱،۴ میليارده ډالر مرسته وکړي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) له نړۍ‌والي ټولنې غوښتي چې میلیونونه بېوزله افغان ماشومان هېر نه کړي او د لومړنیو اړتیاوو پوره کولو لپاره یې له دغه صندوق څخه مالي ملاتړ وکړي.

يونيسف وايي، په افغانستان کې ۲۳،۳ ميليون وګړي چې ۱۲،۶ ميليونه يې ماشومان دي، په ۲۰۲۴ کال کې بشري مرستو ته اړتيا لري.

سرچینه زیاتوي چې دغه افغانان د اوږدمهاله جګړو، اقليمي بدلون او په هېواد کې د ناوړه اقتصادي حالت او اغېزو له امله بشري مرستو ته اړ شوي دي.

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق په ټوله نړۍ کې له ۹۴ ميليون ماشومانو سره د مرستې لپاره د ۹،۳ ميليارد ډالرو غوښتنه کړې ده.

يونيسف په خپل تازه راپور کې ويلي، اقليمي بدلون، زلزله، د ناروغيو خپرېدو او د جګړو ډېرېدو لسګونه ميليونه ماشومان او د هغوی کورنۍ له سختو شرايطو سره مخ کړي دي.

Views: 47

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.