ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

له ازبکستان سره د وارداتي برېښنا تړون د یوه بل کال لپاره نوی شو

له ازبکستان سره د وارداتي برېښنا تړون د یوه بل کال لپاره نوی شو

author avatar
14 Dec 2023 - 20:39
له ازبکستان سره د وارداتي برېښنا تړون د یوه بل کال لپاره نوی شو
author avatar
14 Dec 2023 - 20:39

کابل (پژواک، ۲۳ لېندۍ ۱۴۰۲): د افغانستان برېښنا شرکت وايي چې له ازبکستان سره یې د وارداتي برېښنا تړون د ۲۰۲۴ کال لپاره تمدید کړ.

د افغانستان برېښنا شرکت له خوا د لېندۍ په ۲۳مه خپره شوې یوه خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه شرکت عمومي اجرائیوي رییس ملا محمدحنیف حمزه او ورسره مل تخنیکي پلاوي تاشکند ته د خپل سفر په ترڅ کې د ازبکستان برېښنا له وزیر میرزا محمدوف جورابیک او د برېښنا ملي شرکت (نیګو) له عمومي رییس دادا جان ایساکولوف سره ګډه ناسته وکړه.

سرچینې زیاته کړې، په ناسته کې ملا حمزه د ازبکستان له همکاریو مننه وکړه او د برېښنا کچې زیاتېدو، برېښنا تعرفې ټیټېدو، د برېښنا شرکت تختیکي کارکوونکو ته د ویزې ستونزو حل او د سرخان – پلخمري برېښنا پروژې په اړه خبرې وکړې.

هغه د ازبکستان د انرژۍ وزیر ته د برېښنا تخنیکي ستونزې په اړه وویل چې افغانستان کې د عامو وګړو ترڅنګ صنعتي، تجارتي او دولتي تاسیساتو ته برېښنا بسنه نه کوي، له همدې امله ګڼې ستونزې جوړې شوې چې باید پر وخت حل شي او د برېښنا کچه کې ډېروالی راشي.

د ازبکستان د انرژۍ وزیر میرزا محمدوف جورابیک ویلي چې په دغه هېواد کې د برېښنا تخنیکي ستونزې له امله پرچاوۍ تطبیق کېږي او د دریېو دستګاوو تخنیکي ستونزو پر حل چټک کار روان دی.

هغه د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجرائیوي رییس ته ډاډ ورکړ چې د یادو دستګاوو د ترمیم په بشپړېدو به د تړون مطابق افغانستان ته برېښنا ورکړل شي.

په خبرپاڼه کې راغلي، پر دې سربېره د لوړې تعرفې په اړه ازبکستاني لوري په خپلو څرګندونو کې وویل چې دوی هم له ګاونډیو هېوادونو لکه ترکمنستان، تاجکستان او قرغیزستان څخه په لوړه بیه برېښنا پېري او تعرفه یې د تېر په پرتله لوړه شوې ده. دغه راز د برېښنا تولید له ګاز او تېلو څخه دی چې له همدې امله هم برېښنا ورته په لوړه بیه تمامېږي.

د ازبکستان د انرژۍ وزیر دا هم ویلي چې تخنیکي ستونزې به په نږدې ورځو کې حل کړي او له تړون سره سم به افغانستان ته برېښنا ورکړي او د هر ډول تخنیکي ستونزو د حل په اړه یې خپل چمتووالی وښوده.

جورابیک د افغانستان برېښنا شرکت له اجرائیوي رییس سره په ګډه ناسته کې دا هم په ډاګه کړې چې هېواد یې چمتو دی چې له افغانستانه د ډبرو سکاره او نفت وپېري.

افغانستان له ازبکستانه د نورو برېښنا صادروونکو هېوادونو په څېر برېښنا پېري چې د هر کال لپاره یې تړون نوی کېږي او د ۲۰۲۴ کال لپاره له دغه هېواده د برېښنا پېرودلو تړون نن تمدید او لاسلیک شو.

Views: 117

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.