کابل (پژواک، ۲۳ لېندۍ ۱۴۰۲): د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له خوا د ورکړل شوو معلوماتو له مخې، په تېرو اتو ورځو کې له پاکستان او ایرانه نږدې ۱۱ زره کډوال په زور او خپله خوښه هېواد ته راستانه شوي دي.
دغه کډوال چې ټول شاوخوا لس زره او ۹۰۲ کسان کېږي، د روانې لېندۍ میاشتې له ۱۵مې تر ۲۲مې له پاکستانه او ایرانه په زور او خپله خوښه هېواد ته راستانه شوي دي.
پژواک خبري اژانس دغه ارقام د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له اېکسپاڼې چې په تېرو اتو ورځو کې یې خپاره کړي، اخیستي دي.
د یادو وزارت معلوماتو له مخې، د یادو کډوالو له ډلې ۵۰۱۶ کسان چې ۹۱۵ کورنۍ کېږي، له پاکستانه د تورخم او سپینبولدک له لارو په جبري ډول راستانه شوي دي.
دغه راز په یاده موده کې له ایرانه ۵۸۸۶ کسان چې یو شمېر کورنۍ هم په کې شاملې دي، د هرات اسلامکلا بندر له لارې راستانه شوي دي.
له ایران او پاکستانه د افغان کډوالو ایستلو لړۍ په وروستیو میاشتو کې زور اخیستی دی.
د راپورونو له مخې، د ایران د خراسان رضوي ولایت د سرحدي پولیسو قوماندان سردار مجید شجاع تېره یکشنبه (د لېندۍ ۱۲مه) ویلي وو چې په تېرو پنځو ورځو کې له دغه ولایته ۱۶ زره ناقانونه افغان کډوال ایستل شوي دي.
هغه زیاته کړې: «دا چې بهرني اتباع باید له رسمي او قانوني دروازو هېواد ته راشي، یاد شمېر کډوال ناقانونه پېژندل شوي او د خراسان رضوي ولایت پولهساتونکو له لوري له دوغارون سیمې د افغانستان لوري مسوولینو ته سپارل شوي دي.»
هغه څرګنده کړې، ۳۲۸ زره افغان کډوال چې په ناقانونه ډول د روان کال په لومړۍ نیمایي کې ایران کې مېشت وو، خپل هېواد ته ایستل شوي دي.
دغه راز پاکستان د روان کال د نومبر له لومړۍ نېټې له دغه هېواده د افغان کډوالو د جبري ایستلو لړۍ پیل کړې ده.
د یادونې ده، د ا.ا امارت ویاند ذبیحالله مجاهد د لړم په ۳۰مه پر خپله اېکسپاڼه لیکلي وو، د پاکستان له لوري پر افغان کډوالو د تازه فشارونو له پیل راهیسې تر اوسه څه باندې ۴۰۰ زره افغان کډوال له دغه هېواده را ایستل شوي دي.
Views: 44
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن