کابل (پژواک، ۲۴ لېندۍ ۱۴۰۲): د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي چې د مخامخ جګړې په ګډون د کړکېچ د پراخیدو مخنیوي لپاره اسلاماباد او کابل باید خبرو ته سره کېني.
[restrict paid=”true”]
نوموړي د پنجشنبې ورځ (د لېندۍ ۲۳مه) ناوخته پر اېکسپاڼه لیکلي چې د افغانستان او پاکستان سرپرست حکومتونو ترمنځ د ترهګرو ډلو پر مسئله رامنځته شوی کړکېچ د دوحې هوکړهلیک له مخې مخامخ نه شي هوارېدلی، په کار ده چې کابل او اسلاماباد په دې اړه خبرې وکړي.
There is a crisis in relations between #Afghanistan and #Pakistan. Islamabad accuses the Taliban, a group it supported and provided sanctuary for when it was fighting U.S., coalition, and Afghan forces, of providing support for the Pakistani Taliban (TTP) fighting its own forces.…
— Zalmay Khalilzad (@realZalmayMK) December 14, 2023
هغه ویلي، د مخامخ جګړې په ګډون د کړکېچ پراخېدو مخنیوي لپاره اسلاماباد او کابل باید خبرو سره ته کېني.
هغه زیاته کړې، د پاکستان او افغانستان سربرستو حکومتونو ترمنځ په اړیکو کې یو بحران رامنځته شوی او اسلاماباد د کابل سرپرست حکومت د تحریک طالبان پاکستان (ټيټيپي) ډلې په ملاتړ چې پر پاکستاني امنیتي ځواکونو بریدونه کوي تورنوي، خو سرپرست حکومت بیا د پاکستان دا تورونه ردوي او پر اسلاماباد د اسلامي دولت د خراسان څانګې (داعش) ته د پناه ورکولو چې د دوی پر ضد جنګېږي، تور پورې کوي.
د خلیلزاد په وینا، پاکستان بیا د کابل دا تورونه ردوي.
د امریکا پخواني ځانګړي استازي ویلي: «د مخامخ جګړې په ګډون د وضعیت لا کړکېچن کېدو مخنیوي لپاره په کار ده چې اسلاماباد او کابل د یوې داسې هوکړې لپاره سره خبرو ته کېني چې ضمانتونه او د پلي کېدو میکانیزم برابر کړي او دا به د پاکستان او افغانستان له خاورو د تحریک طالبان پاکستان او د داعش ډلو په ګډون د هرې ډلې او افرادو له خوا د کار اخیستلو مخه ونیسي.»
خلیلزاد د پاکستان حکومت له خوا له دغه هېواده د سلګونه زره افغان کډوالو شړلو پالیسۍ یادونه کړې او د افغانانو پر وړاندې یې د دغه هېواد دا پالیسي د جبر پالیسي ګڼلې ده.
هغه زیاته کړې، د پاکستان له خاورې افغانستان او یا د افغانستان له خاورې پاکستان ته د ترهګرو د ګواښونو په اړه د دوحې په هوکړهلیک کې په څرګنده څه نه دي ویل شوي او هغه مهال “انګېرنه دا وه چې دواړه هېوادونه به پر دې مهمه مسئله باندې له یو بل سره خبرې کوي؛ اوس د دغه بهیر پیلېدو وخت رارسېدلی دی.»
زلمي خلیلزاد د کابل او اسلاماباد ترمنځ د کړکېچ پراخېدو په اړه دا څرګندونې په داسې حال کې کړې چې په روانه اونۍ کې د دویم ځل لپاره د پاکستان حکومت مخالفو وسلهوالو په خیبر پښتونخوا کې د پاکستان پر امنیتي ځواکونو بریدونه کړي دي.
د پاکستان حکومت د ډېره اسماعیل خان له بریده وروسته د کابل له سرپرست حکومته غوښتي چې د دې پېښې عاملین او د تحریک طالبان پاکستان مشران ونیسي او اسلاماباد ته دې وسپاري.
خو د سرپرست حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد له افغانستان سره د دغه برید تړاو رد کړی او ویلي یې دي چې که د پاکستان حکومت د دغه برید په تړاو افغانستان ته شواهد برابر کړي، په اړه به یې پلټنې وکړي.
هغه ویلي چې د دغسې بریدونو مخنیوی باید دننه په پاکستان کې وشي.
[/restrict]
Views: 110
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن