منځپانګې ته تلل
جمعه ۱۳ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۵۰ غ.و
۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۳°
د هوا کیفیت: ښه
موضوع

خلیلزاد

۳۵ راپورونه

راپورونه

کابل ته له سفره یوه میاشت وروسته؛ د ا.ا تر حاکمیت لاندې افغانستان په اړه د خلیل‌زاد د مېرمنې څرګندونې

د زلمي خلیل‌زاد مېرمنې شرلي بنارد په یوې مقاله کې لیکلي چې افغانستان کې د ښځو له فعالیته انکار د دغه هېواد ناسم انځور وړاندې کوي، څوک باید افغانستان ته د ستنېدو په اړه وېره ونه لري او که نړۍواله ټولنه غواړي چې له افغانانو سره مرسته وکړي، باید بندیزونه کم کړي.

غړي

خلیلزاد: بایډن وېرېده چې د دوحې له تړونه وتل به د افغان جګړې اوږدېدو لامل شي

افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، چې د افغان جګړې د اوږدېدو له وېرې ولسمشر بایډن د دوحې تړون وساته او له هېواده د ولسمشر غني وتل د سیاسي انتقال پر وړاندې خنډ رامنځته کړ.

غړي

خلیلزاد: د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د کړکېچ له ډېرېدو مخکې دې دواړه لوري خبرو ته کېني

د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي چې د مخامخ جګړې په ګډون د کړکیچ د پراخیدو د مخنیوي لپاره اسلام اباد او کابل باید سره خبرو ته کښیني.

غړي

خلیل‌زاد د افغانستان او ایران ترمنځ د اوبو ستونزې هواري لپاره درې وړاندیزونه وکړل

افغانستان لپاره د امریکا مخکیني ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد له ایراني چارواکو غوښتي چې د هلمند اوبو ستونزې په اړه دې د افغانستان پر وړاندې له ګواښونو ډډه وکړي. خلیل‌زاد دغه څرګندونې په داسې حال…

غړي

خلیلزاد: د عمران خان نیول کېدل د خواشینۍ وړ دي او ډېرې ستری پایلې به ولري

زلمي خليلزاد د عمران خان نیول کېدل غندلي او وایي، هغه هېوادونه چې له پاکستان سره پیاوړې اړیکې لري باید د دغه هېواد له مشرانو سره داسې هوکړې ته د رسېدو په برخه کې مرسته وکړي چې د «یوه احتمالي سقوط» مخه ونیسي.

غړي

خلیل‌زاد: د دوحې ناسته له افغانستان سره د تعامل برخه کې د لارې نقشې جوړولو ښه فرصت دی

زلمی خلیل‌زاد د ملګرو ملتونو له وروستي پرېکړه‌لیکه د هرکلي ترڅنګ ویلي، افغان مېرمنې او نجونې د زده‌کړو او کار حق لري او د دوحې راتلونکې ناسته له افغانستان سره د تعامل په برخه کې د لارې نقشې جوړولو ښه فرصت دی.

غړي

خلیلزاد: بلخ کې د داعش کسانو وژل کېدل له داعش سره د اسلامي امارت د مبارزې ژمنتیا ښیي

زلمي خلیل‌زاد، په بلخ کې د داعش د درېیو کسانو د وژل کېدو په غبرګون کې وایي، اسلامي امارت د دوحې په هوکړه‌ کې د داعش پر وړاندې د مبارزې ژمنه کړې او د دغې ډلې د مشرانو له منځه وړل د دې ژمنې عملي کول په ګوته کوي.

غړي

خلیلزاد: سرپرست حکومت دې د نجونو پر مخ د زده‌کړو مرکزونو بېرته پرانیستلو نېټه معلومه کړي

د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا مخکیني استازي زلمي خلیل‌زاد ویلي، د افغانستان سرپرست حکومت باید په نږدې راتلونکي کې د ښځو او نجونو د ښوونځیو او پوهنتونونو د بیا پرانیستلو نېټه معلومه کړي.

غړي

خلیلزاد: د افغانستان اوسنی وضعیت امریکا ته ښه خو د افغانانو لپاره ستونزمن دی

د افغانستان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، افغانان له اقتصادي ستونزو سره مخ دي او د افغانستان اوسنی وضعیت ورته ستونزمن دی خو زیاتوي چې دغه حالت بیا د امریکا په ګټه دی.

نور راپورونه