کابل (پژواک، ۳۱ غویی ۱۴۰۴): د زلمي خلیلزاد مېرمنې شرلي بنارد په یوې مقاله کې لیکلي چې افغانستان کې د ښځو له فعالیته انکار د دغه هېواد ناسم انځور وړاندې کوي، څوک باید افغانستان ته د ستنېدو په اړه وېره ونه لري او که نړۍواله ټولنه غواړي چې له افغانانو سره مرسته وکړي، باید بندیزونه کم کړي.
د افغانستان سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو د مخکني استازي زلمي خلیلزاد مېرمنې شرلي بنارد یادې څرګندونې کابل ته له سفر څخه یوه میاشت وروسته کړې دي.
د امریکا متحده ایالاتو د کورني امنیت وزیرې کریستی نوم (Kristi Noem) ویلي، امریکا کې افغان کډوالو لپاره د لنډمهاله ساتنې وضعیت (TPS) – چې د مې په ۲۰مه نېټه پای ته ورسېد، به بېرته تمدید نهشي او شاوخوا اته زره کسان چې په دې پروګرام کې شامل دي، باید خپل هېواد ته د ستنېدو لپاره چمتو شي.
د راپورونو له مخې، یاده پرېکړه د متحده ایالاتو د کورنیو چارو وزارت د ارزونې پر بنسټ او د بهرنیو چارو له وزارت سره په مشوره شوې چې د افغانستان امنیتي وضعیت ښه شوی او د ثبات په حال کې اقتصاد یې نور خپلو هېوادوالو ته د ستنېدو مخه نه نیسي.
د زلمي خلیلزاد مېرمنې شرلي بنارد په خپله مقاله کې چې نشنل اېنټرسټ ورځپانې خپره کړې، لیکلي چې پر یاده پرېکړه د هغو افغانانو چې له یادې پرېکړې اغیزمن کېږي او نادولتي سازمانونو (NGOs) چې د هغوی ملاتړ او ساتنه کوي، له لوري په سمدستي توګه او په ډراماټیکه لهجه نیوکه وشوه.
د هغه په باور، دا طبیعي ده چې پناهغوښتونکي دې ته لومړیتوب ورکوي چې په متحده ایالاتو کې پاتې شي او د امریکایي مالیه ورکوونکي د مالي مرستو له لارې د کور، زدهکړې او د ژوند لګښتونو لپاره ګټه پورته کړي.
هغه لیکلي: «د افغان ایوپک (AfghanEvac) له بنسټ څخه شاون وندایور یاده پرېکړه «لېونتوب» وبلله او په طنزیه توګه یې کریستي نوم ته وړاندیز وکړ چې که افغانستان امن ګڼي، خپله دې هلته ولاړ شي. زه نه پوهېږم چې له یادو معترضینو څخه څو کسان په دې وروستیو کې افغانستان ته تللي؛ خو زه تللې یم او غواړم د ډاډ ور پیغام ورکړم. دغهراز له نوم غواړم چې د وندایور وړاندیز ومني. په پوره ډاډ هغه سره ژمنه کوم چې کابل کې به زما د تېرې میاشتې د تجربې په څېر له تود هرکلي، څرګندو خبرو اترو او جالبه لیدلورو څخه برخمن شي.»
شرلي بنادر نوم مېرمنې ته به خطاب وايي: «که کابل ته د سفر پرېکړه لرئ، ستاسو لپاره یو په زړه پوري رسټورانټ په پام کې لرم، هلته به د ځوانو نجونو له لوري په مسکا – چې په ایپډونو کې مینیو تاسو ته ښکاره کوي- له تاسو هرکلی وشي.»
بنارد لیکلي: «نه اوس او نه هم زموږ د حضور په شل کلنه دوره کې چې دوامدار تاوتریخوالی، پراخ فساد او ټولنیز پرمختګونه د ښاري نخبهګانو پورې محدود و. اوسمهال له شپږم ټولګي پورته هیڅ دولتي زدهکړې د نجونو لپاره نشته او دا پرته له شکه ناورین دی. (البته خصوصي ښوونځي په ټولو سطحو کې د فعالیت اجازه لري او دا به احتمالا د راګرځېدلو لپاره یو انتخاب وي.) خو د امنیت او اقتصادي ثبات په اړه د امریکا د کورني امنیت او بهرنیو چارو وزارت ارزونه تر ډېره د منلو ده.»
دغهراز هغې ویلي، د فیمنستمجیوریتی وبسایټ (Feminist Majority) ادعا چې وايي ښځې له اقتصادي فعالیته بېبرخې دي او له همدې امله اقتصاد خراب دی، پرځای نهده.
بنادر لیکلي: «ما کابل کې د ګرځېدو پر مهال، په پلورونځیو کې یو شمېر ښځې ولېدې – له دې ډلې یوه نجلۍ چې د عطر پلورونځی یې درلود؛ رسټورانټونو کې ښځېنه کارکوونکې؛ او له ټولو جالب دا چې، یو شمېر ښځې مې ولېدې چې په لاسي کراچیو کې یې د کور اړوند وسایل او موسمي میوې پر سړکونو پلورل. په کلیوالي سیمو کې ښځو تل په کروندو کې کار کاوه او اوس هم همداسې ده. لوېدیځې رسنۍ ادعا کوي چې ښځې باید په بشپړه توګه پټې او د نارینه سرپرست سره له کوره بهر ووځي؛ خو داسې نهده. ما ډېر شمېر ښځې ولېدې چې یوازې او یا له خپلو ښځينه ملګرو سره یې قدم وهلو، او ډېریو یوازې ټیکری پر سر درلود. د مخ له پټلو پرته.»
د خلیلزاد مېرمنې افغانستان کې د امنیت او خوندیتوب په اړه ویلي، «د طالبانو د مخالفینو خوندیتوب» لکه حامد کرزی او عبدالله عبدالله د امنیت ښه بېلګه ده.
بنادر استدلال کړی چې «طالبان د نړۍوال مشروعیت په لټه کې دي» او که نړۍواله ټولنه واقعا غواړي له افغانانو سره مرسته وکړي، باید بندیزونه کم کړي او د افغانستان اقتصاد ته د ساه اخیستو فرصت ورکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP