Language

غزني کې یوې ښځې د خیاطۍ یوې کارخونې په جوړولو سره لسګونو نجونو ته د کار زمینه برابره کړې ده

غزني‌ښار (پژواک، ۲ غویی ۱۴۰۵): غزني ولایت کې یوې ښځې د خیاطۍ یوې کارخونې په جوړولو سره لسګونو نجونو ته د کار او روزنې زمینه برابره کړې ده.

د یادې کارخونې مسوولې مېرمن باقري پژواک ته وویل، د دغه نوښت موخه یوازې اقتصادي ګټه نه، بلکې د نجونو ملاتړ او هغوی ته د مهارتونو ور زده کول هم دي، څو وکولای شي په راتلونکي کې پر ځان بسیا شي.

هغې زیاته کړه: «هڅه مې دا ده، هغه نجونې چې له زده‌کړو بې‌برخې شوې دي، بې‌کاره پاتې نه شي؛ دلته هم کار کوي او هم یو مسلک زده کوي.»

باقري وایي چې اوس‌مهال د خیاطۍ په دې کارخونه کې له دې سره لسګونه نجونې کار کوي او روزنه ترلاسه کوي.

هغې ټینګار وکړ، که حکومت او مرستندوی بنسټونه یې ملاتړ وکړي، کولای شي خپل دغه کار پراخ کړي او لا ډېرو نجونو او ښځو ته د کار زمینه برابره کړي.

په دې کارخونه کې بوختې نجونې هم له دغه فرصته خوښي څرګندوي او وایي، وروسته له هغه چې د ښوونځیو له شپږم ټولګې پورته زده‌کړې وځنډول شوې، نورو کارونو ته یې مخه کړې ده.

د زلیخا په نوم یوې نجلۍ وویل: «موږ که مکتب ته نه شو تللای، دلته خو لږ تر لږه یو هنر زده کولی شو څو په راتلونکې کې زموږ په درد وخوري.»

یوه بله نجلۍ نورا هم ورته نظر لري او وایي: «که دا فرصت نه وای، موږ به بې‌کاره وو، اوس مو وخت نه ضایع کېږي او یو څه زده کوو.»

په دې کارخونه کې بله کارکوونکې بشرا هم وایي: «تر بېځایه وخت تېرولو دغه ځای ښه دی، دلته کار کوو او کولای شو خپلې کورنۍ ته یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کړو.»

د غزني د کار او ټولنیزو چارو ریاست د کار او ټولنیزو چارو امر مولوي علي‌محمد محمود پژواک ته وویل، هڅه کوي د داسې پروګرامونو ملاتړ وکړي څو په ټولنه کې د کار فرصتونه زیات شي، په ځانګړي ډول د ښځو لپاره.

د غزني د صنعت او سوداګرۍ ريیس مولوي محمدموسی ابومنصور هم وایي چې په روان کال به د ښځو لپاره ځانګړی مارکېټ جوړ شي، څو هغوی وکولای شي خپل تولیدات په اسانه وپلوري.

اقتصادي کارپوه او د پوهنتون استاد محمدیوسف رضایي دا ډول نوښتونه مهم بولي او وایي، که څه هم زده‌کړو ته لاسرسی محدود شوی، خو د مهارتونو زده‌کړه کولی شي د نجونو راتلونکی روښانه کړي.

هغه زیاتوي، دغه یو مثبت ګام دی چې نجونې یو مهارت زده کړي او په راتلونکې کې پر ځان بسیا شي.