منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۲۸ غ.م
۱۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
موضوع

خیاطۍ

۱۸ راپورونه

راپورونه

د هغو ښځو کیسې چې له ایرانه تر راستنېدو وروسته یې شبرغان کې نوی ژوند پیل کړی

د جوزجان په مرکز شبرغان ښار کې یوې ښځې د خیاطۍ کارګاه په جوړولو له ایرانه لسګونه راستنو شوو ښځو ته د کار زمینه برابره کړې ده. هغه وايي، د ملاتړ په صورت کې به خپل کاروبار ته پراختیا ورکړي او ډېر شمېر ښځې به په کار وګوماري.

فرزانه مراد: په هڅو او باور سره کولای شو ستونزې هم په فرصت بدلې کړو

د سمنګان په مرکز ایبک ښار کې ۲۳ کلنه فرزانه مراد چې د خیاطۍ او لاسي صنایعو د یوې کارګاه په رامنځته کولو یې  یو شمېر نورو ښځو او نجونو ته د زده‌کړو او‌ کار زمینه برابره کړې، پر دې باور ده چې د هڅو، زغم او نوښت له لارې کولای شو محدویتونه د ځان لپاره په فرصت بدل کړو.

کابل کې یوې مېرمنې د خیاطۍ یوې کارګاه په جوړولو لسګونه نورو ښځو ته د کار زمینه برابره کړې ده

کابل ښار کې د شکریې شمس په  نوم یوې مېرمنې چې د خیاطۍ یوې کارګاه په جوړولو یې نه یوازې د خپلې کورنۍ په اقتصاد کې ونډه اخیستې، بلکې لسګونو نورو ښځو او نجونو ته یې هم د کار زمینه برابره کړې ده؛ هغه له اسلامي امارته غواړي چې له کورنیو تولیداتو د ملاتړ لپاره له بهره د جامو واردات کم کړي.

له چوپتیا تر مهارته؛ شبرغان کې د ځان بسیاینې لپاره د یو شمېر کڼو هڅې

د جوزجان په مرکز شبرغان ښار کې یو شمېر کاڼه ځوانان او نجونې په یوه کارګاه کې د خیاطۍ، حکاکۍ او مرۍ‌ګنډلو حرفو په زده کولو سره نه‌ یوازې د ګوڼ‌والي له امله د چوپتیا پر وړاندې مبارزه کوي، بلکې د خپلو احساساتو څرګندولو، ظرفیت لوړولو او روښانه راتلونکي لپاره د ځان لپاره نوې لار پرانیستې ده.

جوزجان کې یوې ښځې د خیاطۍ او غالۍاوبدلو کارګاه په جوړولو سره لسګونو ښځو ته د کار زمینه برابره کړې

جوزجان په مرکز شبرغان ښار کې یوې مېرمنې چې د خیاطۍ او غالۍاوبدلو د یوې کارګاه له لارې ۷۰ ښځو او نجونو ته د کار زمینه برابره کړې وایي، که ملاتړ یې وشي، لسګونو نورو ښځو ته به هم د کار زمینه برابره کړي.