ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

یوې ښځې نیمروز کې لسګونو نجونو ته د خیاطۍ زده‌کړې زمینه برابره کړې ده

یوې ښځې نیمروز کې لسګونو نجونو ته د خیاطۍ زده‌کړې زمینه برابره کړې ده

author avatar
29 Jul 2023 - 19:14
یوې ښځې نیمروز کې لسګونو نجونو ته د خیاطۍ زده‌کړې زمینه برابره کړې ده
author avatar
29 Jul 2023 - 19:14

زرنج (پژواک، ۷ زمری ۱۴۰۲): یوې ښځې په نیمروز ولایت کې د خیاطي یوې کارګاه په جوړولو سره لسګونو نجونو ته – چې ډېری یې له شپږم ټولګي پورته زده‌کونکې وې- د دې حرفې د زده‌کړې زمینه برابره کړې ده.

د «د زرنج ښځو د خیاطۍ کارګاه» بنسټ ایېښودونکې سهیلا علیزیۍ پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه کارګاه شاوخوا درې میاشتې مخکې د دغه ولایت په مرکز زرنج ښار کې د ۱۵۰ زره افغانیو په لګښت جوړه شوې ده.

هغې د خیاطۍ په دې کارګاه کې د خیاطۍ لس ښوونکې ګومارلي، دوی په دوو ټایمونو کې سل نجونو ته چې ډېری یې له شپږم ټولګي پورته زده کوونکې وې، د خیاطۍ حرفه ورزده کوي.

نوموړې وویل، دغې کارګاه د ښځو او نجونو زده‌کړو لپاره ځانګړې شوې چې ښځو ته په مسلکي ډول د خیاطۍ حرفه ورزده کوي.

هغې زیاته کړه: «موږ مخکې په نیمروز کې کارګاه نه درلوده، له ۳ تر ۶ میاشتو پورې کوچنۍ پروژې پلې کېدې چې لنډ‌مهاله وې او چندان موثره پایله یې نه درلوده.»

د هغې په وینا، که څه هم ډېر کسان په یاده کارګاه کې شاملېدو لپاره مراجعه کوي خو د بودجې، د کار وسایلو او داسې نورو توکو د کمښت له امله له ۱۰۰ ډېرو زده کوونکو د جذب ظرفیت نه لري.

له ښوونځي پاتې نجونې د دې کارګاه جوړېدو له امله خوشحاله دي.

تېر کال کله چې د وري میاشتې په لومړیو کې تعلیمي کال پيل شو، اسلامي امارت په هماغه ورځ د نجونو د لیسې او منځني ښوونځیو پیل وځنډاوه او وې ویل، په دې برخه کې پر طرحې کار روان دی او وروسته له بشپړېدو به یې یاد ښوونځي پرانیستل شي خو تراوسه دا کار نه دی شوی.

له ښوونځیو پاتې لسګونه نجونې چې «د زرنج ښځو د خیاطۍ کارګاه» کې د خیاطۍ مسلکي زده‌کړه کوي وایي، د نجونو پر مخ له شپږم ټولګي پورته ښوونځي تړل کېدو دوی اندېښمنې کړي او اړ شوي چې دې کارګاه ته راشي او خیاطي زده کړي.

د کارګاه یوه زده‌کوونکې برېښنا بارکزۍ وایي، د ښوونځي اتم ټولګي زده‌کوونکې وه چې ښوونځیو ته د نجونو پر تګ بندیز ولګېد، هغه د کارګاه له جوړېدو خوښه ده ځکه هلته ورته د خیاطۍ مسلکي زده‌کړو زمینه برابره شوې ده.

هغې زیاته کړه: «زما په څېر ډېرې نجونې د خیاطۍ زده‌کړې ته لېوالتیا لري، کولای شي د کارګاه له لارې په مسلکې توګه زده‌کړه وکړي او د خپلې کورنۍ په اقتصاد کې اغیزمنې ثابتېدلی شي.»

هغه د نجونو او ښځو اوسني وضعیت ته په اشارې دغه ګام موثر بولي او وايي: «د نجونو پر مخ د ښوونځیو تړل کېدو موږ ټول ناهیلي کړي یوو، ډېر ښه وشو چې دا کارګاه جوړه شوه او لږ ‌تر‌ لږه موږ نجونې دلته د خیاطۍ په زده‌کړه بوختې شوو.»

دغه راز د یادې کارګاه یوه بله زده‌کوونکې بنفشه وایي: «زه په یوولسم ټولګي کې وم چې زموږ پر مخ ښوونځي وتړل شول، موږ نجونې دوه کاله ډېرې وځورېدو، شکر چې دا کارګاه جوړه شوه، لږ تر لږه خیاطي خو به زده کړو.»

هغه له اسلامي امارته غواړي چې د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې بېرته پرانیزي.

له سرپرست حکومته د نجونو یادې غوښتنې داسې حال کې دي چې چارواکو تل ویلي، د اسلامي شرعیت په چوکاټ او د خوندي چاپیریال په برابرېدو سره به د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې پرانیستل شي، خو تراوسه دا کار نه دی شوی.

د دې کارګاه په جوړېدو لس کونډې او بې‌وزلې ښځې هم په کار ګومارل شوې دي

سهیلا علیزیۍ وویل: «کونډو او بې‌وزلو ښځو ته لومړیتوب ورکوو؛ هغوی په کار ګومارو، کونډو ښځو، د شهیدانو وارثینو او یتیمو ماشومانو ته هم د لومړیتوب حق ورکول کېږي او دلته جذبېږي، څو وروسته له زده‌کړو عاید ترلاسه کړي.»

د هغې په وینا، له سلو شاګردانو څخه یې پنځه تنه د کډوالۍ د نړۍ‌والې ادارې (آی‌او‌اېم) په مالي مرسته په وړیا ډول زده‌کړې کوي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د یادې کارګاه له نورو ټولو زده‌کوونکو څخه ۵۰۰ افغانۍ فیس اخیستل کېږي چې د هغوی له فیس څخه د ښوونکو معاش ورکول کېږي.

هغه هیله څرګندوي چې په راتلونکي کې د کارګاه د جذب ظرفیت تر ۴۰۰ کسانو ډېر شي.

د یادې کارګاه یوه ښوونکې فریبا چې د خپلې پنځه کسیزې کورنۍ سرپرسته ده، د دې کارګاه له جوړېدو خوشحاله ده، ځکه چې هغه کونډه او د خپلې کورنۍ یوازینئ سرپرسته ده.

هغه له حکومتي موسسو او ادارو غواړي چې د یادې کارګاه ملاتړ وکړي ځکه چې د ښځو د زده‌کړو یو امن او ډاډه ځای دی.

دغه راز، د نیمروز ولایت سوداګرۍ خونې مدیر نجیب‌الله خاشرودي وایي، په دې ورستیو کې ښځې له بېلابېلو تګلارو پر دې توانېدلي چې وړې او لوی سوداګرۍ پیل کړي.

هغه زیاتوي، د صنعت او سوداګرۍ خونه د مسلکي سوداګرو میرمنو د ملاتړ په برخه کې ځیني پروګرامونه لري څو د سوداګرۍ لپاره یې غوره زمینې برابرې کړي.

هغه زیاته کړه: «موږ مسلکي سوداګرو میرمنو ته د ظرفیت لوړولو سیمینارونه جوړ کړي چې په پایله کې یې دا کارګاه جوړه شوه، خوښ یوو چې ښځې په نیمروز کې سوداګري کوي.»

نوموړی وایي چې د نیمروز صنعت او سوداګرۍ خونه هغه ښځې هڅوي چې له حلالې لارې پیسې ترلاسه کوي، څو لا وده وکړي او لوی ګامونه پورته کړي.

Views: 131

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.