ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جوزجان کې یوې ښځې د خیاطۍ او غالۍاوبدلو کارګاه په جوړولو سره لسګونو ښځو ته د کار زمینه برابره کړې

جوزجان کې یوې ښځې د خیاطۍ او غالۍاوبدلو کارګاه په جوړولو سره لسګونو ښځو ته د کار زمینه برابره کړې

author avatar
21 Aug 2023 - 14:57
جوزجان کې یوې ښځې د خیاطۍ او غالۍاوبدلو کارګاه په جوړولو سره لسګونو ښځو ته د کار زمینه برابره کړې
author avatar
21 Aug 2023 - 14:57

شبرغان (پژواک، ۳۰ زمری ۱۴۰۲): جوزجان په مرکز شبرغان ښار کې یوې مېرمنې چې د خیاطۍ او غالۍاوبدلو د یوې کارګاه له لارې ۷۰ ښځو او نجونو ته د کار زمینه برابره کړې وایي، که ملاتړ یې وشي، لسګونو نورو ښځو ته به هم د کار زمینه برابره کړي.

هغه ښځې چې په یاده کارګاه کې ورته د کار زمینه برابره شوې، خوښې دي او له سرپرست حکومته غواړي، د دې کارګاه د بنسټګرې ملاتړ وکړي څو کار یې وغوړیږي او د ښځو لپاره لا زیاته د کار زمینه برابره کړي.

شبرغان ښار کې د «کارگاه قالین‌بافي نقش آفرین» بنسټ ایښودونکې مرضیې رسولي پژواک خبري اژانس ته وویل، د غالۍاوبدلو کارګاه یې شاوخوا یوه میاشت او د خیاطۍ کارګاه یې یوه اونۍ مخکې جوړه کړې ده.

د هغې په خبره، د غالۍاوبدلو په برخه کې یې ۵۰ او د خیاطۍ په برخه کې یې ۲۰ ښځې ګومارلي دي.

هغې زیاته کړه: «ومې غوښتل چې د نقش افرین کارګاه په جوړولو سره د هغو ښځو او نجونو لپاره چې بېکاره وې د کار زمینه برابره کړم او دغه راز په جوزجان کې د غالۍاوبدلو صنعت چې له ښې مخینې برخمن دی له یاده ونه اېستل شي.»

هغې وویل، د دغو ښځو له ډلې چې اوس په دې کارګاه کې کار کوي، د بې‌وزلو او مسلکي ښځو ترڅنګ ځيني هغه ښځې چې خپلې دندې یې له لاسه ورکړي او یا هغه نجونې چې له زده‌کړو پاتې دي هم شته دي.

نوموړې دې کارګاه کې د غالۍاوبدلو برخې کارکوونکو د معاش په اړه وویل: «دغو ښځو ته چې دلته کار کوي د متراج له مخې پیسې ورکول کېږي.»

نوموړې په داسې حال کې چې وايي، له ۵۰۰ ډېرې نورې ښځې د یادې کارګاه په دواړو برخو کې کار ته لېواله دي زیاته کړه، که یې کار وده وکړه او ملاتړ یې وشي، ډېرې ښځې به د کارګاه په دواړو برخو کې جذب کړي.

هغې زیاته کړه: «دمګړۍ له ۵۰۰ ډېرې ښځې غواړي چې له موږ سره کار وکړي، خو امکانات نه لرو که دولت او مرستندویه بنسټونه له موږ سره همکاري وکړي موږ به ډېرو ښځو ته د کار زمینه برابره کړو.»

هغه ښځې چې په یاده کارګاه کې پر کار بوختې دي خوشحاله دي او له سرپرست حکومته غواړي چې د دې کارګاه له بنسټ ایښودنکې ملاتړ وکړي.

سعیده رجبي یوه له هغو ښځو چې یاده کارګاه کې پر کار بوخته ده وایي: «زه دې کارخونې ته له راتلو مخکې بې‌کاره وم، په کور وم، اوس شکر دی په کار شوې یم.»

نوموړې په داسې حال کې چې وایي، د بېکارۍ او اقتصادي ستونزو له امله پر خفګان اخته وه، زیاته یې کړه چې اوس یې د خفګان ستونزه هواره شوې او اقتصادي ستونزه یې هم کمه شوې ده.

هغه له اسلامي امارته غواړي چې د دغې کارګاه له بنسټګرې ملاتړ وکړي څو په دې کارګاه کې د کار لپاره ډېرې ښځې جذب شي.

په ورته وخت کې د یادې کارګاه د غالۍاوبدلو برخې مدیرې منیژې رحمت‌یار پژواک ته وویل: «بې‌کاري او بې‌وزلي د دې لامل شوه چې زه د غالۍاوبدلو کارخونې ته راشم او په کار کې شامله شم.»

هغې په دې کارګاه کې د معاش د اندازې په اړه څه ونه ویل خو زیاته یې کړه: «زه دې کارګاه کې کم مزد ترلاسه کوم خو دې کارګاه کې کار کول له بېکارۍ ښه دي.»

نوموړې د یادې کارګاه د ودې غوښتنه کوي او زیاتوي: «زه خپله بېکاره وم او د یادې کارخونې د غالۍ اوبدنې برخه کې له ۵۰ غالۍ اوبدنکو ښځو سره په کار بوخته یم، زه ورسره کار کوم، موږ ښځې په دې کارخونې کې د کار کولو له لارې د خپلو کورنیو په اقتصاد کې مرسته کوو.»

بلخوا، د جوزجان د صنعت او سوداګرۍ ریاست د صنعتي پارکونو عمومي مدیر شجاع‌الدین قیام پژواک ته وویل، دې وروستیو کې په جوزجان کې د غالۍاوبدلو صنعت بیرته غوړېدلی دی.

د هغه په خبره، د جوزجان د صنعت او سوداګرۍ ریاست هڅه کوي څو په دغه ولایت کې له سوداګرو او پانګوالو په ځانګړي ډول غالۍاوبدنکو سره په بېلابېلو برخو کې همکاري کوي.

نوموړي زیاته کړه، د غالۍاوبدلو کارګاه‌وو په جوړېدو سره له یوې خوا بې‌وزلو او وزګارو ښځو ته د کار زمینه برابریږي او له بلې خوا د غالۍاوبدلو صنعت د ودې لامل کېږي.

د جوزجان د صنعت او سوداګرۍ ریاست د معلوماتو له مخې، د جوزجان په کچه د غالۍاوبدلو شاوخوا ۵ زره وړې او لویې کارخونې فعالیت لري.

Visits: 134

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.