ژبه

خلیل‌زاد: اسلامي امارت دې د یونیسف راپور ته عملي ځواب ووايي

کابل (پژواک، ۱۱ غویی ۱۴۰۵):د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا پخواني استازي زلمي خلیل‌زاد له اسلامي امارته غوښتي چې د نجونو د زده‌کړو د بندیز د پایلو په اړه د یونیسف راپور ته «په واقعي او بنسټیز ډول» ځواب ووايي.

خلیل‌زاد په خپله ایکس پاڼه کې په خپور کړي پیغام کې د اسلامي امارت له مشرتابه غوښتي چې دغه راپور ته جدي پام وکړي؛ هغه راپور چې تر ۲۰۳۰ کال پورې د ښځینه ښوونکو او روغتیايي کارکوونکو د پام وړ کمښت ته اشاره کوي.

هغه د احتمالي پایلو په اړه پوښتنه کړې چې ایا د دغو اغېزو په اړه پوهاوی شته او د دې ستونزې د حل او د هغې د راتلونکو منفي اغېزو د مخنیوي لپاره کوم اقدامات په پام کې نیول شوي دي.

د یادونې ده، چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته، د ۱۴۰۰ کال د اسد په ۲۴مه له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده‌کړې ځنډول شوې او وروسته د همدې کال د قوس په ۲۹مه، دولتي او خصوصي پوهنتونونو ته هم د نجونو او ښځو د زده‌کړو د بندولو امر وشو.

خو د اسلامي امارت چارواکو څو ځله ویلي چې د شرایطو له برابرېدو سره به نجونو ته د زده‌کړو اجازه ورکړل شي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) هم د روان کال د ثور په ۶مه په خپل راپور کې ویلي، که دا وضعیت دوام وکړي، تر ۲۰۳۰ کال پورې به شاوخوا ۲۰ زره ښځینه ښوونکې او له ۵ زرو ډېرې ښځینه روغتیايي کارکوونکې له منځه ولاړې شي.