Language

یونیسف: تېرو دوو کلونو کې په دولتي ادارو کې د ښځو ونډه له ۲۱ څخه ۱۷.۷ سلنې ته راټیته شوې ده

کابل (پژواک، ۸ غویی ۱۴۰۵): د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) وايي، په افغانستان کې د نجونو پر زده‌کړو او د ښځو پر کار دوامدار محدودیتونه ښايي تر ۲۰۳۰ کال پورې له ۲۵ زرو څخه د ډېرو ښځینه ښوونکو او روغتیايي کارکوونکو د کمښت لامل شي.

یونیسف په خپل تازه راپور کې ویلي چې دغه وضعیت لا له وړاندې یو شمېر ماشومان له زده‌کړو او روغتیايي خدمتونو بې‌برخې کړي او په عین حال کې د هېواد اقتصاد او اساسي خدمات کمزوري کوي.

د راپور له مخې، د ۲۰۲۳ او ۲۰۲۵ کلونو ترمنځ په دولتي ادارو کې د ښځو ونډه له ۲۱ سلنې څخه ۱۷.۷ سلنې ته راکمه شوې ده.

یونیسف زیاتوي چې افغانستان له دوه‌ګوني بحران سره مخ دی؛ له یوې خوا روزل شوې ښځینه کارکوونکې له لاسه ورکوي او له بلې خوا نوې نسل نجونې له شپږم ټولګي پورته زده‌کړو او پوهنتونونو ته له لاسرسي بې‌برخې دي او د هغوی بدیل به هم رامنځته نه شي.

په راپور کې راغلي چې که دغه وضعیت دوام وکړي، تر ۲۰۳۰ کال پورې به شاوخوا ۲۰ زره ښځینه ښوونکې او له ۵ زرو څخه ډېرې ښځینه روغتیايي کارکوونکې له لاسه ووځي.

د راپور پر بنسټ، له ۲۰۲۱ کال راهیسې چې د نجونو لپاره له شپږم ټولګي پورته زده‌کړې بندې شوې، تر یو میلیون زیاتې نجونې له ښوونځي پاتې شوې دي او که دا محدودیتونه دوام ومومي، دا شمېر به تر دوو میلیونو واوړي.

یونیسف ټینګار کړی چې د ښځینه روغتیايي کارکوونکو کمښت به د ښځو او ماشومانو لپاره روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی، په ځانګړي ډول د مور او ماشوم خدمات په جدي توګه محدود کړي.

دغه بنسټ د اسلامي امارت له چارواکو غوښتي چې د نجونو پر زده‌کړو لګول شوي محدودیتونه لغوه کړي.