کابل (پژواک، ۲۵ وری ۱۴۰۵): د ملګرو ملتونو د ښځو دفتر په یوه تازه راپور کې ویلي چې یوازې ۱۷ سلنه هغه افغان ښځې چې له ایران او پاکستانه هېواد ته راستنې شوې دي، د عاید ترلاسه کولو وړتیا لري.
په راپور کې راغلي، سره له دې چې ډېری دغه ښځې بېلابېل مهارتونه لري، خو نږدې ۴۰ سلنې یې ویلي چې د کاري فرصتونو له کمښت سره مخ دي او نه شي کولای له دغو مهارتونو استفاده وکړي.
راپور زیاتوي، دغه څېړنه د «ساموېل هال» بنسټ له خوا په هرات، ننګرهار او کابل ولایتونو کې له ۷۰۰ راستنېدونکو ښځو او نورو ځايي ښکېلو لورو څخه د ترلاسه شویو معلوماتو پر بنسټ چمتو شوې ده.
په راپور کې ویل شوي چې د ځینو محدودیتونو تر څنګ، پانګې او د کار وسایلو ته نه لاسرسی، او د بازار محدود فرصتونه هغه ستونزې دي چې دغې ښځې ورسره مخامخ دي.
د دغه راپور له مخې، له درېیو برخو زیاتې راستنېدونکې ښځې د عاید د پیدا کولو لپاره هېڅ ډول وسایل او یا پانګه نه لري.
د راپور پر بنسټ، له ۲۰۲۳ کال راهیسې تر اوسه له ایران او پاکستانه څه باندې ۵.۵ میلیونه افغانان هېواد ته راستانه شوي چې پر ځایي اقتصادونو یې فشار زیات کړی دی.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو دفتر ځانګړې استازې سوزن فرګوسن ویلي، د ښځو له اقتصادي مشارکته ملاتړ نه یوازې د دوی لپاره، بلکې د هېواد د اقتصادي وضعیت د ښهوالي لپاره هم حیاتي ارزښت لري.
د ملګرو ملتونو د ښځو دفتر د دغو موندنو پر بنسټ غوښتي چې راستنېدونکو ښځو سره باید اړینې مرستې وشی.