ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ایران د زاهدان له «الغدیر» توقیف‌ځایه ۱۹۳ افغانان ازاد شول

د ایران د زاهدان له «الغدیر» توقیف‌ځایه ۱۹۳ افغانان ازاد شول

author avatar
18 Dec 2023 - 14:33
د ایران د زاهدان له «الغدیر» توقیف‌ځایه ۱۹۳ افغانان ازاد شول
author avatar
18 Dec 2023 - 14:33

زرنج (پژواک، ۲۷ لېندۍ ۱۴۰۲): د نیمروز ولایت ځايي مسوولین د ایران د زهدان ښار له الغدیر توقیف‌ځایه د ۱۹۳ افغان بندیانو د خوشې کېدو خبر ورکوي.

د نیمروز د بهرنیو اړیکو استازي مولوي یارمحمد حقیار پژواک ته وویل: «په تهران کې د افغانستان د سفارت او په زاهدان ښار کې د افغانستان قونسلګري د مسوولینو هڅو په نتیجه کې، په نهم پړاونو کې ۱۹۳ افغان بندیان چې د قانوني اسنادو نه درلودو له امله زنداني شوي وو، خوشي او پرون په نیمروز کې د بهرنیو چارو وزارت استازولۍ ته ورسپارل شول.»

هغه زیاته کړه چې تېره اونۍ په اتم پړاو کې هم ۶۳ افغان بندیان له ایرانه ازاد او نیمروز ته راستانه شوي وو.

د یادونې ده،‎ تېرو ۹ میاشتو کې په اووه پړاونو کې ۲۲۴ افغان زندانیان د ایران له زندانونو ازاد او د نیمروز له لارې افغانستان ته راستانه شوي وو.

Views: 15

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.