ترینکوټ، فېروزکوه (پژواک، ۲۸ لېندۍ ۱۴۰۲): سیمهییز مسوولین وایي، په غور ولایت کې له څه باندې ۲۷۰۰ کورنیو سره د خوراکي توکو او په اروزګان ولایت کې له زرو مالدارانو سره د حیواني خوړو مرسته وشوه.
د غور د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست مطبوعاتي مسوول ذبیحالله غوثیزاده وایي چې د خوړو نړۍوال پروګرام له لوري د دغه ولایت په پسابند ولسوالۍ کې له ۲۷۴۱ کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه.
هغه وویل چې په دغو مرستو کې هرې کورنۍ ته سل کیلوګرامه اوړه، لس کیلوګرامه غوړي، ۱۲ کیلوګرامه نخود او ۶۰ پاکټه د ماشومانو تقویتي خواړه ورکړل شوي دي.
د یوه بل خبر له مخې، د اروزګان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ویاند مولوي عبدالمنان فاروقي وایي چې د دغه ولایت په مرکز کې د کرنې او خوړو نړۍوال سازمان په مالي ملاتړ له زرو مالدارانو سره د حیواني خوړو مرسته وشوه.
هغه وویل چې دغه حیواني خواړه لس ډوله ترکیبي مواد لري او د حیوناتو لپاره ډېر ګټور دي.
Views: 20
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن