ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خوست کې د ځمکې پر سر شخړه؛ یو کس وژل شوی او ۲۰ نور ټپيان دي

20 Dec 2023 - 22:30
20 Dec 2023 - 22:30

خوست ښار (پژواک، ۲۹ لېندۍ ۱۴۰۲): ځایي مسوولین وایي چې د خوست په ځاځي‌میدان ولسوالۍ کې د دوو قومونو ترمنځ شخړه کې یو کس وژل شوی او ۲۰ نور ژوبل شوي دي.

د خوست امنيې قوماندانۍ وياند طاهر احرار د لېندۍ په ۲۹مه پژواک خبري اژانس ته وويل دغه شخړه نن غرمه مهال د دغه ولایت د ځاځي‌میدان ولسوالۍ کې د اکا کهول او حسن‌خېلو په نوم دوو قومونو ترمنځ د ځمکې د ملکيت پر سر شوې ده.

نوموړي زیاته کړه، د شخړې په پايله کې له دواړو خواوو شل کسان ټپيان شوي او د حسن‌خېلو قوم یو کس وژل شوی دی.

د احرار په وينا، د پېښې ځای ته د امنیې قوماندانۍ اړوند امنیتي ځواکونه پر وخت رسېدلي او سیمه یې تر بشپړ کنټرول لاندې ده.

نوموړي وویل چې ټپيان د پېښې له ځايه روغتون ته لېږدول شوي چې روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ دی.

Views: 529

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version