ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خوست کې د دوو کورنیو ترمنځ شخړه کې اوو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده

خوست کې د دوو کورنیو ترمنځ شخړه کې اوو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده

author avatar
13 Mar 2024 - 11:52
خوست کې د دوو کورنیو ترمنځ شخړه کې اوو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده
author avatar
13 Mar 2024 - 11:52

خوست‌ښار (پژواک، ۲۳ کب ۱۴۰۲): خوست کې د دوو کورنيو ترمنځ خپل‌منځي شخړه کې يو ډاکټر وژل شوی او شپږ کسان ټپيان شوي دي.

د خوست امنيې قوماندانۍ وياند طاهر احرار پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه پېښه تېر ماښام شپږنيمې بجې د دغه ولايت د مرکز اړوند د لکڼو په کوړيانو کلي کې شوې ده.غه وويل چې په یاده پېښه کې د شيزالله په نوم يو ځوان چې تازه د طب له پوهنځي فارغ شوی و، وژل شوی او د دواړو لورو شپږ کسان ټپيان شوي دي.

د احرار په وينا، د دې پېښې په تړاو دوه کسان نيول شوي او تر څېړنو لاندې دي.

هغه دغه راز زياته کړه چې د پېښې ځای ته امنیتي کسان پر وخت رسېدلي او ټپيان يې د درملنې په موخه روغتون ته لېږدولي دي.

Views: 1607

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.