ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ترانسپورټ وزارت سرپرست د یوه پلاوي په مشرۍ ازبکستان ته ولاړ

د ترانسپورټ وزارت سرپرست د یوه پلاوي په مشرۍ ازبکستان ته ولاړ

author avatar
26 Dec 2023 - 14:35
د ترانسپورټ وزارت سرپرست د یوه پلاوي په مشرۍ ازبکستان ته ولاړ
author avatar
26 Dec 2023 - 14:35

کابل (پژواک، ۵ مرغومی ۱۴۰۲): د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت سرپرست ملا حمیدالله اخندزاده په ترانسپورټي مسایلو د خبرو لپاره د یوه پلاوي په مشرۍ ازبکستان ته ولاړ.

د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت پرخپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د یاد وزارت سرپرست به د دغه سفر په ترڅ کې د ازبکستان د ترانسپورټ له وزیر سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د ترانسپورټي چارو پر پراختيا خبرې وکړي او ترڅنګ به يې د هوايي چلند له مسوولینو سره هم لیدنه ولري.

سرچینې د جزییاتو له ورکولو پرته لیکلي چې څه موده مخکې د ازبکستان د ترانسپورټ وزير او د هغه هېواد ځیني اړوند چارواکي هم افغانستان ته راغلي وو او د ځمکني ترانسپورټ اړوند پر دوه اړخيزو همکاريو یې ګټورې خبرې وکړې.

Views: 134

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.