ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جوزجان کې سوداګرۍ ته د ښځو لېوالتیا ډېره شوې

جوزجان کې سوداګرۍ ته د ښځو لېوالتیا ډېره شوې

author avatar
4 Jan 2024 - 17:46
جوزجان کې سوداګرۍ ته د ښځو لېوالتیا ډېره شوې
author avatar
4 Jan 2024 - 17:46

شبرغان (پژواک، ۵ مرغومی ۱۴۰۲): د جوزجان د ښځو د سوداګرۍ او صنایع خونه دغه ولایت کې کوچنیو او لویو سوداګریو ته د ښځو د لېوالتیا له ډېرېدو خبر ورکوي، وايي چې اوسمهال د سوداګریزو جوازونو اخیستو لپاره د پخوا په نسبت ډېرې ښځې مراجعه کوي.

د جوزجان د سوداګرۍ او صنایع خونې مسوولې فاطمې نیک رسولي پژواک خبري اژانس ته وویل چې دمګړې په دغه ریاست کې ۲۴۳۳ ښځينه سوداګرې‎ ثبت او راجستر دي.

نوموړې په داسې حال کې چې ویل یې، د مخکې کلونو د سوداګرو ښځو دقیق شمېر نه شته، خو زیاته یې کړه چې درې کاله مخکې د سوداګر ښځو شمېر نږدې زرو ته رسېده.

سرچینه وایي چې په منځني ډول په اونۍ کې دوه یاد درې ښځې د سوداګرۍ جواز اخیستلو لپاره مراجعه کوي.

نوموړې سوداګرۍ ته د ښځو لېوالتیا له ډېرېدو خوښي څرګندوي او زیاتوي: «سوداګرۍ ته د ښځو د لېوالتیا ډېرېدل ښه زېری دی؛ د دې لپاره چې ښځې غواړي د خپلې سوداګرۍ د پرمختګ لپاره ډېره پانګونه وکړي.»

 د هغې په خبره، سوداګرو ښځو ته ښې اسانتیاوې برابرې شوې او باید لا ډېر ملاتړ یې وشي.

ورته وخت کې، د اقتصادي چارو پوهان د ښځینه سوداګرو عمده ستونزې له بازاره د هغوی پوره نه شناخت او له هغوی د مالي ملاتړ نشتوالی بولي.

جوزجان کې د اقتصادي چارو پوه ابوریحان انتظار سوداګرۍ ته د ښځو لېوالتیا ډېرېدل هیله بښوونکی زېری بولي، او وایي‎ چې په سوداګریزو چارو کې د ښځو د ونډې ډېرېدل د کورنیو او هېواد پر اقتصاد مثبت اغېز لري.

هغه له ښځینه سوداګرو پر ملاتړ ټينګار وکړ او ویې ویل چې اړتیا ده څو حکومت سوداګرو ښځو ته لا ښې اسانتیاوې برابرې کړي او د هغوی د تولیداتو لپاره بازار موندنه وکړي.

جوزجان کې سوداګرې ښځې د ملاتړ غوښتنه کوي.

جوزجان کې د لاسي صنایعو د تولید برخه کې یوه سوداګره نصیره احمدي له حکومته د ملاتړ غوښتنه کوي.

هغې چې دې وروستیو کې یې سوداګرۍ ته مخه کړې، وویل: «موږ خپل تولیدات په انلاین ډول پلورو، له امریکا، فرانسې او کاناډا ډېر فرمایشات لرو، زموږ فرمایشي کالي او محلي ګنډ له ۳۰ ډالرو پیل تر دوو سوو ان تر ۵۰۰ ډالرو پورې دي، کارونه مو د اسلامي امارت په راتګ سره ډېر شوي دي.»

په ورته وخت کې، دغه ولایت کې یوه بله سوداګره وحیده کریم وایي چې د خپلې سوداګرۍ د ودې برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ ده.

هغې وویل: «زموږ د خرڅلاو لپاره مناسب داخلي بازار نشته، کوم امکانات هم نه لرو چې له هغې لارې خپل کالي او افغاني ګنډ په نړۍوالو بازارونو کې وپلورو، که ملي سوداګر مو ملاتړ وکړي، کولای شو په نړۍ کې د افغانستان د تولیداتو ښه پلور ولرو.»

دغه سوداګرې وایي چې باید دوی مالي ملاتړ وشي څو وکولای شي خپل کوچنۍ سوداګرۍ پر لویو سوداګریو بدلې کړي.

Views: 135

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.