کابل (پژواک، ۱۷ مرغومی ۱۴۰۲): د خوړو نړۍوال پروګرام اعلان کړی چې تېر مېلادي کال یې افغانستان کې له زیانمنو سره د څه باندې۳۵۰ زره ټنه خوراکي توکي مرسته کړې ده.
دغه سازمان نن (یکشنبه) پر خپله اېکسپاڼې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ټینګار کړی چې د ننګونو سربېره به خپلو مرستو ته دوام ورکوي.
دغه مرسته په داسې حال کې شوې چې ملګرو ملتونو په خپل وروستي راپور کې افغانستان د هغو هېوادونو په نوملړ کې راوستی چې د خوراکي توکو له کمښت سره مخ دي.
د دغه سازمان په راپور کې چې تېر کال د ډسمبر په ۱۱مه خپور شو راغلي چې په ۲۰۲۳ کال کې د افغانستان په ګډون په ۵۳ هېوادونو کې ۲۵۸ میلیونه کسان د خوراکي توکو له کمښت سره مخ وو.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي دفتر (اوچا) د معلوماتو له مخې، له ۲۰۲۳ کال راهیسې څه باندې ۲۹ میلیونو افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري چې له پاکستان او ایرانه د زرګونو افغان کډوالو په ایستلو سره دغه شمېر زیات شوی دی.
Views: 13
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن