ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اروزګان کې یو شمېر کروندګر په دغه ولایت کې د اغاجان اوبو بند جوړولو غوښتنه کوي

9 Jan 2024 - 14:59
9 Jan 2024 - 14:59

ترینکوټ (پژواک، ۱۹ مرغومی ۱۴۰۲): اروزګان کې یو شمېر کروندګر روانې وچکالۍ اندېښمن کړي او وايي، که اورښتونه ونه شي فصلونه یې وچېږي او له حکومته غواړي چې د دغه ولایت په چنارتو ولسوالۍ کې د اغاجان په نوم د اوبو بند جوړ کړي.

د ترینکوټ ښار یوه اوسېدونکي عصمت‌الله پژواک خبري اژانس ته وویل، سره له دې چې د باران په هیله یې پر درې جریب ځمکه غنم کرلي، خو اندېښمن دی چې که باران ونه شي، فصل به یې له منځه ولاړ شي.

هغه زیاته کړه: «هغه ځمکه چې پخوا به یې دوه او درې فصله کول، اوس وچکالۍ دې ځای ته راورسول چې یو فصل مو هم تر حاصله نه رسېږي.»

د اروزګان د چورې ولسوالۍ اوسېدونکی او کروندګر ولي‌محمد هم ورته ستونزه یادوي او زیاتوي، هیله نه لري چې تازه کرل شوي غنم به یې حاصلاتو ته ورسېږي.

هغه پژواک ته وویل: «غنم یې کرلي خو تمه مو نشته حاصل ورکړي؛ ځکه بارانونه نه کېږي او د ځمکو ویالې یې هم وچې شوې دي.»

هغه وايي چې د ځمکې لاندې اوبه هم د وچکالۍ او ژورو څاه‌ګانو ډېرېدو له امله ټيټې شوې دي.

نوموړی اندېښنه لري که حکومت یې د ځمکو خړوبول لپاره د اوبو ستونزه حل نه‌کړي، په دې ولسوالۍ کې به سلګونه جریب کرنیزه ځمکه شاړه شي.

ورته مهال، د اروزګان یو شمېر اوسېدونکي له حکومته غوښتنه کوي چې په دغه ولایت کې د اغاجان په نوم د اوبو بند جوړ کړي.

یوه کروندګر شېرمحمد وویل چې یاد بند د اروزګانیانو، په ځانګړې توګه د کروندګرو لپاره حیاتي ارزښت لري.

هغه زیاته کړه چې که د یاد بند جوړولو پروژه پلې شي، په دغه ولایت کې به د کرنیزو ځمکو د اوبو کمښت ستونزه هواره شي.

بلخوا د اروزګان د کرنې ریاست ویاند مولوي عبدالمنان فاروقي وايي، که روانه وچکالي همداسې دوام ولري، په دغه ولایت کې کرل شوي اویا سلنه فصلونه به وچ شي.

د هغه په خبره، د اغاجان بند پروژې په پلې کېدو سره چې د اوبو او برېښنا وزارت اړوند ده، د ګڼ شمېر کروندګرو د اوبو ستونزه له منځه تلای شي.

نوموړی دغه راز وايي، د دغه ولایت په شپږو ولسوالیو کې یې د یوه یوه چک‌ډيم جوړولو چارې هم پیل کړې دي.

د یادونې ده، اغاجان بند د اروزګان په چنارتو ولسوالۍ کې دی چې د جوړېدو منظوري یې د لومړي ولسمشر سردار محمد داوودخان حکومت پر مهال راغلې او په تېرو شاوخوا ۲۱ کلونو کې يې هم څو ځلې د جوړېدو خبرونه خپاره شول خو لا یې هم چارې نه دي پیل شوې.

Views: 54

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version