ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په اروزګان کې د واورې اورښت به پر کښتونو ښه اغېزه وکړي

په اروزګان کې د واورې اورښت به پر کښتونو ښه اغېزه وکړي

author avatar
24 Jan 2012 - 18:33
په اروزګان کې د واورې اورښت به پر کښتونو ښه اغېزه وکړي
author avatar
24 Jan 2012 - 18:33

ترينکوټ (پژواک ٤ سلواغه ٩٠): د اروزګان ولايت ځمكه وال، كروندګر او د کرنې رياست چارواکي وايي چې له پنځو کلونو وروسته د واورې اورښت به د دې ولايت پر کښتونو ښه اغېزه وکړي.

له پنځو کلونو وروسته د لومړي ځل لپاره په روانه اونۍ کې د اروزګان په مرکز ترينکوټ ښار او ځينو ولسواليو کې واوره وورېده، چې له امله يې ځايي اوسېدونکي ډېر خوشحاله شوي دي.

کروندګر وايي چې په دې ولايت کې د واورې او باران د نه کېدو له امله، په ځينو سيمو کې وچکالي رامنځ ته شوې وه او کروندګر يې له ستونزو سره هم مخ کړي وو.

د ترينکوټ ښار يوه کروندګر امين الله پژواک اژانس ته وويل،چې له تېرو دوو اونيو راهيسې د دې ولايت خلکو د واورې او باران لپاره دعاګانې کولې.

هغه زياته کړه: ((بالاخره خداى پاک پر موږ ورحمېده، دعاګانې يې قبولې کړې او د رحمت واوره يې ووروله.))

نوموړى وايي، چې د دې ولايت په بېلا بېلو سيمو کې دوه ورځې پرله پسې واوره وورېده او ټوله ځمکه يې سپينه کړې ده.

د ترينکوټ ښار يو بل اوسېدونکى سيد رحمن بيا وايي، چې د واورې اورېدلو له امله به راتلونکى کال او پسرلى ډېر اباد وي او کروندګر به له خپلو فصلونو ښه حاصل ترلاسه کړي.

هغه زياتوي چې له دې واورې څخه به هغه کانالونه، زابرونه او کارېزونه او د اوبو نورې زېرمې چې له څو کلونو راهيسې وچې شوې وې، له اوبو ډکې شي.

دى وايي، چې د اوبو د کمښت له امله په ځينو سيمو کې يواځې غنم کرل کېدل؛ خو له دې وروسته چې اوبه ډېرې شي، کروندګر به په يوه کال کې بل فصل هم وکري او ډېره ګټه به ترلاسه کړي.

د دې ولايت د چورې ولسوالۍ يو بزګر ابراهيم وايي، چې دوه کاله مخکې د وچکالۍ له امله له خپلې سيمې څخه ترينکوټ ښار ته کډوال شوى دى.

هغه زياته کړه: ((اوس چې واوره اورېدلې، نو راتلونکى کال به اوبه ډېرې وي، نو هوډ مې کړى چې بېرته خپلې ولسوالۍ ته ولاړ شم او خپلې ځمکې وکرم.))

 بلخوا د دې اروزګان د کرنې او مالدارۍ رياست هم وايي، چې د اوسنيو واورو له امله به راتلونکى کال په دې ولايت کې ډېر ښېرازه وي.

 د کرنې او مالدارۍ رييس سردار محمد الکو پژواک اژانس ته وويل، چې د ولايت په مرکز ترينکوټ ښار کې شاوخوا ۲۵ سانتي او په ځينو ولسواليو کې تر۷۰ سانتي پورې واوره اورېدلې ده.

 الکو وايي، چې دا اندازه واوره کولى شي د اوبو هغه زېرمې، چې په تېرو څو کلونو کې د وچکالۍ له امله وچې شوې وې، هم ډکې شي.

  هغه زياته کړه: ((هغه چينجي چې په کرنيزو ځمکو کې دي، د واورې له امله به له منځه ولاړ شي.))

 

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.