پلعلم (پژواک، ۲۱ مرغومی ۱۴۰۲): د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وایي چې د دغه ولایت په محمداغې ولسوالۍ کې «له یتیمانو د ملاتړ بنسټ» په همکارۍ له شاوخوا زر ځوانانو د سیرتالنبي ازموینه واخیستل شوه.
د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ رییس رفیعالله صمیم پژواک ته وویل، په دغو سیالۍ کې محصلینو، د ښوونځيو زدهکوونکو، د مدرسو طالب العلمانو او عامو ځونانو ګډون کړی و.
صمیم زیاته کړه: «له یادې سیالۍ جوړېدو څخه موخه په دیني او عصري علومو کې د ځوانانو د معلوماتو زیاتول، د مطالعې دود غښتلي کول او د ځوانانو فکري روزل دي.
له یتیمانو د ملاتړ بنسټ یوه غړي محمد حارث پژواک ته وویل، محمداغې ولسوالۍ کې د لومړي ځل لپاره د سیرتالنبي (ص) لویه سیالۍ تر سره شوه چې شاوخوا زرو کسانو په کې ګډون کړی و.
نوموړي زیاته کړه، په یاده سیالۍ کې ازموینه په ډېره شفافه توګه اخېستل شوې او ډېر ژر به یې پایلې له ګډونوالو سره شریکې شي.
د سیرتالنبي (ص) سیالیو یوه ګډونوال حنیفالله پژواک ته وویل، خوښ دی چې د لومړي ځل لپاره یې د سیرتالنبي (ص) په ستره سیالۍ کې ګډون کړی ده.
هغه وویل، دا ډول سیالۍ کولای شي چې د ځوانانو ترمنځ ښې اړیکې رامنځته کړي او ډېرو برخو کې یې معلومات پياوړې کړي.
د لوګر ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د معلوماتو له مخې په تېرو دوه کلونو کې د ځوانانو ترمنځ د سیرتالنبي، فکري روزنې او فکري جګړې تر عنوانونو لاندې ۱۱ لویې او وړې سیالۍ جوړې شوې دي.
Views: 24
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن