ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سمنګان کې یو شمېر حلبي‌سازان: سره له کم عایده هڅه کوو دغه صنعت ژوندۍ وساتو

سمنګان کې یو شمېر حلبي‌سازان: سره له کم عایده هڅه کوو دغه صنعت ژوندۍ وساتو

author avatar
15 Jan 2024 - 17:49
سمنګان کې یو شمېر حلبي‌سازان: سره له کم عایده هڅه کوو دغه صنعت ژوندۍ وساتو
author avatar
15 Jan 2024 - 17:49

ایبک (پژواک، ۲۵ مرغومی ۱۴۰۲): سمنګان کې د حلبي‌سازۍ صنعت یو له پخوانیو صنعتونو دی چې د خلکو د ژوند طریقه کې د بدلون له امله د هېرېدو په حال کې دی، خو حلبي‌سازان وایي چې د دغه صنعت د ژوندي ساتلو لپاره هڅه کوي.

د حلبي‌سازانو په خبره، که څه هم د دوی کاروبار د تېرو کلونو په پرتله پیکه شوی، خو هغوی د دغه صنعت د رکود د بازار پیکه عمده لاملونه هېواد کې پرله پسې وچکالۍ، د سون‌توکو لوړې بیې او له بهرنیو توکو د اوسېدونکو استفاده بولي.

سمنګان کې د حلبي‌سازۍ کوڅه هغه ځای دی چې په کې ټټاران (حلبي‌سازان) له اهن‌چادر څخه بېلابېل وسایل په ځانګړي ډول بخارۍ او منقلونه جوړوي.

د سمنګان یوه حلبي‌ساز سید اسدالله چې له ۶۰ کلونو راپدېخوا دې برخه کې کار کوي، پژواک ته وویل چې دا صنعت ښه عاید نه لري او د تېرو کلونو په پرتله د هغه بازار له رکود سره مخ دی.

هغه وویل: «دې ورځو کې چې له دغه کسبه کوم عاید لرو، ډېر په سختۍ سره د خپلې کورنۍ لګښتونه پوره کوو، په دې وروستیو کې د پلور نشتوالي زه پر روحي او رواني ستونزو اخته کړی یم، مجبور یم چې له دغه شغل سره چې له ۶۰ کلونو راهیسې مې په ډېره لېوالتیا پیل کړی و، خدای په اماني وکړم.»

د سمنګان یو بل حلبي‌ساز حفیظ‌الله چې دې برخه کې ۲۰ کلنه تجربه لري، پژواک ته یې وویل: «دې موده کې مو چې له دې برخې کوم عاید درلود د ځان او خپلې کورنۍ لګښتونه مې په سختۍ برابرول، خو دې ورځو کې د کاروبار نشتوالي له امله د خپلو اولادونو راتلونکي ته اندېښمن یم؛ داسې نه چې راتلونکي کې د خپلو ماشومان لګښتونه هم پوره نشم کړای.»

د هغه په خبره، د سمنګان ځيني اوسېدونکي د داخلي لاسي صنایعو پر ځای، له خارجي وسایلو استفاده کوي چې د حلبي‌سازۍ د کم پلور یو لامل همدا هم دی، سره له دې بیا هم د دغه صنعت د ژوندي ساتلو لپاره هڅه کوي.

سمنګان کې یو بل حلبي‌ساز عبدالله د دغو توکو د پلور له کمېدو اندېښنه ښيي او وایي: «په تېر کې چې مې دغه شغل ته لېوالتیا لرله د سهار له لمانځه به مې وروسته دوکان خلاص کړ تر ماښامه به مو کار او غریبي وه، اوس کار نشته ۸ یا ۹ بجې دوکان خلاصوم کومه ورځ هم تش لاس کور ته راستنېږم.»

دغه ټټاران د سمنګان له ځایي ادارې غواړي چې دغه صنعت ته دې پاملرنه وکړي څو راتلونکې کې دغه پخوانی او دودییز صنعت د له منځه تلو له ګواښ سره مخ نه شي.

دغه راز، د ایبک ښار یو اوسېدونکی صوفي محمدبرات چې د بخارۍ اخیستو لپاره د حلبي‌سازۍ کوڅې ته راغلی، وایي چې هر کال به یې له ژمي مخکې د بخارۍ په ګډون ټول توکي برابرول، خو تر اوسه یې د اورښت نشتوالي له امله بخارۍ نه ده اخیستې.

د هغه په خبره، د دې ترڅنګ چې هېواد کې پرله پسې وچکالۍ روانې دي، تر اوسه سمنګان کې د نورو کلونو په پرتله هوا ډېره سړه شوې نه ده، خو بیا هم راغلی چې یوه بخارۍ واخلي خو د بخاریو بیې نظر تېر ته لوړې دي.

بلخوا، د سمنګان ځایي مسوولین وایي، سمنګان کې د حلبي‌سازۍ کاروبار ملاټر کوي او اجازه نه ورکوي چې دغه صنعت له منځه لاړ شي.

د سمنګان د صنعت او سوداګرۍ رییس مولوي احمدخان خادم پژواک ته وویل، نه پرېږدي چې دغه ولایت کې د ټټارۍ فعالیت ودرېږي او په هڅه کې دي چې د دې برخې کارکوونکو ملاتړ وکړي.

نوموړي زیاته کړه، ځینې موسسې له صنعتکارانو څخه د ملاتړ په موخه د صنعت او سوداګرۍ له ریاست سره کار کوي.

Views: 26

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.