[restrict paid=”true”]
کابل (پژواک، ۲۰ مرغومی ۱۴۰۲): د کابل ښار لېسهمریم بازار کې د اور لګېدنې له امله دوکاندارانو ته مالي زیانونه اوښتي دي.
د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ د مرغومي په ۲۰مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن شپه شاوخوا ۸ بجې د کابل ښار یوولسمې حوزې اړوند لېسهمریم کې د لیلامۍ دوکانونو اور اخیستی و.
هغه زیاته کړه چې په ډېر لنډ وخت کې د اطفایې اور وژونکي ټیمونه سیمې ته ورسېدل او اور یې مهار کړ.
ځدراڼ وایي چې له نېکه مرغه چاته ځاني زیان نه دی اوښتی او د مالي زیان په اړه به جزییات وروسته شریک شي.
[/restrict]
Views: 39
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن