تالقان (پژواک، ۳ سلواغه ۱۴۰۲): تخار کې امنیتي مسوولین وايي چې په تېرو دوهنیمو میاشتو کې په دغه ولایت کې د بېلابېلو جنایي جرمونو او تروریستي فعالیتونو په تور ۲۰۶ کسان نیول شوي دي.
د تخار امنیه قوماندان مولوي ضیاءالحق حامد په یوه خبري غونډه کې وویل چې یاد کسان په تېرو دوهنیمو میاشتو کې د دې قوماندانۍ د منسوبینو د هڅو او اجراتو په پایله کې نیول شوي دي.
نوموړي زیاته کړه، یاد کسانو شمېر ۲۰۶ ته رسېږي چې له دې ډلې ۱۶۵ د جنایي جرمونو په تور، ۲۸ تنه د نشهيي توکو په تور او ۱۳ نور د تروریستي فعالیتونو په تور نیول شوي دي.
د تخار امنیه قوماندان وویل چې د ډېری نیول شوو کسانو دوسيې عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارل شوې دي.
Views: 2
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن