ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لوګر کې اووه چک‌ډیمونه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

لوګر کې اووه چک‌ډیمونه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

author avatar
24 Jan 2024 - 15:49
لوګر کې اووه چک‌ډیمونه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول
author avatar
24 Jan 2024 - 15:49

پل‌علم (پژواک، ۴ سلواغه ۱۴۰۲): د لوګر سیندیزې حوزې ریاست وایي، د دغه ولایت په مرکز پل‌علم او څلورو ولسوالیو کې د ۱۷ میلیون افغانیو په لګښت اووه چکډیمونه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.

د لوګر سیندیزې حوزې ریاست مطبوعاتي مسوول انجنیر فضل‌الرحمن عمرزي پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه چک‌ډیمونه د اوبو او برېښنا وزارت له لوري په مرکز پل‌علم، بره‌کي‌برک، خوښۍ، څرخ او خروار ولسوالیو کې د درېیو میاشتو په ترڅ کې جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.

نوموړي دغه راز زیاته کړه، یاد چک‌ډیمونه د ۶۰ زره متره مکعب اوبو ذخیره کولو ظرفیت لري او په پام کې ده چې ورته دوه نور چک‌ډیمونه په ازره او محمداغه ولسوالیو کې هم جوړ شي.

عمرزی وایي: «پرانیستل شوي چک‌ډیمونه د ولسي خلکو په وړاندیز د اوبو او برېښنا وزارت په مالي لګښت جوړ شوي چې اساسي موخه یې د سېلابونو مخنیوی، د ځمکې لاندې اوبو سطحې لوړېدل او همدارنګه وزګارو کسانو ته په خپلو سیمو کې د کار زمینه برابرول دي.

بل لور ته خلک هم د دغو چک‌ډیمونو جوړېدو ته خوښ دي.

د مرکز پل‌علم ښار یوه اوسېدونکي حاجي عبدالباري پژواک ته وویل، له دغو چک‌ډیمونو سره به د څښاک اوبو څاګانې او کارېزونه بېرته فعال شي او د کرنې لپاره به ههم د اړتیا وړ اوبه برابرې شي.

باید وویل شي چې دوه اونۍ مخکې هم د اوبو او برېښنا وزارت له لوري د محمداغې ولسوالۍ «سرخ‌اب» اوبو بند بیارغونې چارې پیل شوې.

Views: 167

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.