ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ژمي کې اقتصادي ستونزې؛ جوزجان کې خلک تر ډېره لیلامي جامې پېري

ژمي کې اقتصادي ستونزې؛ جوزجان کې خلک تر ډېره لیلامي جامې پېري

author avatar
27 Jan 2024 - 17:11
ژمي کې اقتصادي ستونزې؛ جوزجان کې خلک تر ډېره لیلامي جامې پېري
author avatar
27 Jan 2024 - 17:11

شبرغان (پژواک، ۷ سلواغه ۱۴۰۲): جوزجان کې د لیلامي جامو پلورونکي وايي، د ژمي موسم په رارسېدو سره یې کاروبار ښه شوی دی.

لیلامي او دویم لاس جامې له پخوا راهیسې خپل ځانګړي مینه‌وال لري؛ د جوزجان د مرکز، شبرغان ښار یو شمېر اوسېدونکي وايي چې لیلامي جامې د نوو جامو په نسبت سره له دې چې مناسبه بیه لري، ښه کیفیت هم لري.

لیلامي پلورونکي: د ژمي په ورځو کې مو کاروبار ډېر ښه شوی

په شبرغان ښار کې یوه لیلامي پلورونکي ذکرالله پژواک خبري اژانس ته وویل، د ژمي په رارسېدو سره یې کاروبار ښه شوی او د لیلامي اخیستو لپاره ډېر خلک ورځي.

هغه زیاته کړه: «لس کال کېږي چې لیلامي توکي پلورم، له خپل کاره ډېر خوښ یم، لومړیو کې ښه و، یو ګاټ به مې له دوو تر درې زره افغانیو اخیست، اوس لږ قیمته شوی، یو ګاټ له څلورو تر پنځو زرو افغانیو اخلم، اړ یو چې بېرته یې په لوړه بیه وپلورو څو زیان ونه کړو، موږ یوازې د ژمي په درېیو میاشتو کې ښه خرڅلاو لرو.»

ورته مهال، د لیلامي توکو بازار یو بل پلورونکی اغاګل د دې په ویلو سره چې په دې ورځو کې یې له کاروباره خوښ دی، زیاتوي: «ټول خلک ځکه د لیلامي بازار ته مخه کوي چې ښه اقتصادي وضعیت نه لري، د ژمي په ورځو کې زموږ کاروبار ډېر ښه شوی دی.»

هغه زیاته کړه: «موږ دغه ګاټونه له پاکستانه راوړو، دلته نرخونه مختلف دي، هر توکی له ۲۰ تر ۵۰۰ افغانیو پلورو، منځ کې یې ډېر ښه شیان هم پیدا کېږي.»

د جوزجان اوسېدونکي: لیلامي توکي هم کیفیت او هم مناسبې بیې لري

د ښار یو اوسېدونکی شاداب وايي چې خلک د ارزانې بیې له امله دغه بازار ته راځي، د راتلو اصلي لامل یې د توکو د کیفیت ښه‌ولی بولي.

هغه زیاته کړه: «ډېری خلک له مغازو څخه د توکو اخیستو وس نه لري؛ ځکه بېوزلي ډېره شوې، ټول اړ دي خپل د اړتیا وړ توکي له همدغه ځایه وپېري، خپله هم راغلی یم چې ځان ته یوه کورتۍ واخلم، البته دلته ډېر ځانګړي شیان هم شته چې مغازو کې نه پیدا کېږي.»

د جوزجان یوه اوسېدونکې شګوفه رسا وايي، سره له دې چې لیلامي توکي ارزانه دي، کیفیت یې هم د نوو جامو په نسبت لوړ دی.

هغه وویل: «زه هر کال لیلامي بازار ته راځم، د اړتیا وړ جامې پېرم، په داسې حال کې چې کار نشته او غریبي هم ده، له یادو توکو ګټه اخیستل ډېر ښه دي، بلخوا لیلامي توکي ډېر ښه کیفیت لري، کله چې یو برنډ پیدا کم، د هغه په څېر بل ان په ښار او مغازو کې هم نه پیدا کېږي.»

د جوزجان یو بل اوسېدونکی قدیر وايي، خلک د دې وس نه لري چې یوې مغازې ته ولاړ شي او نوې جامې واخلي، دغه ځای خلکو لپاره یو غنیمت دی، له ۱۰۰ تر ۲۰۰ افغانیو پورې خپل د اړتیا وړ جامې ترلاسه کولای شي.

هغه زیاته کړه: «مغازو کې د جامو بیې له ۲۰۰۰ افغانیو لوړې دي، خلک یې نه شي پېرلی، همدا لیلامي غریبو خلکو لپاره مناسب، هم یې جنس ښه دی او هم ارزانه دي او په ژمي کې خلک ګرم هم ساتي.»

نوموړي وویل چې لیلامي جامې یې خوښېږي.

Views: 4

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.