ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پاکستان کې افغان سوداګرو په دروازو کې د ستونزو د حل غوښتنه وکړه

پاکستان کې افغان سوداګرو په دروازو کې د ستونزو د حل غوښتنه وکړه

author avatar
31 Jan 2024 - 11:32
پاکستان کې افغان سوداګرو په دروازو کې د ستونزو د حل غوښتنه وکړه
author avatar
31 Jan 2024 - 11:32

کابل (پژواک، ۱۱ سلواغه ۱۴۰۲): پاکستان کې مېشت افغان سوداګرو په دغه هېواد کې د افغانستان له سفیر سره په لیدنه کې ویلي چې په دروازو کې باید ستونزې حل شي.

په اسلام‌اباد کې د افغانستان سفارت تېره شپه پر اېکس‌پاڼه لیکلي چې په دغه هېواد کې افغان سفیر محمدسردار احمد شکیب او د سفارت سوداګریزې اتشې پاکستان کې د افغان ترانسپورټ اتحادیې له یو شمېر غړو سره کتلي دي.

سرچینې زیاته کړې، په دې لیدنه کې د یادې اتحادیې غړو د ترانسپورټ برخه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ په ځانګړې توګه په دروازو کې د شته ستونزو په اړه خبرې وکړې او د سفارت له مقام څخه یې د یادو ستونزو د ژر تر ژره حل غوښتنه وکړه.

همدارنګه په دې لیدنه کې شکیب افغان سوداګرو ته د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه چې د دوی ستونزې به افغان او پاکستاني اړوندو ادارو سره شریکې کړي څو موثره حل لارې ورته پيدا شي او ستونزو ته د پای ټکې کېښودل شي.

دا په داسې حال کې ده چې ډېری وخت د افغانستان او پاکستان ترمنځ په دروازو کې د سوداګرۍ پر وړاندې ستونزې رامنځته کېږي چې څه موده مخکې هم د تورخم دروازه پاکستاني لوري تړلې وه خو د ۱۱ ورځو ځنډ وروسته د سلواغې میاشتې په درېیمه نېټه بېرته پرانیستل شوه.

Views: 11

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.