منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۰۹ غ.م
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
موضوع

افغان سوداګرو

۲۰ راپورونه

راپورونه

غړي

مولوي عبدالسلام حنفي ازبکستان کې له مېشتو افغان سوداګرو افغانستان کې د پانګونې غوښتنه کړې

د ریاست‌الوزراء‌ اداري مرستیال په ازبکستان کې له مېشتو یو شمېر افغان سوداګرو سره په لیدنه کې له هغوی غوښتي چې افغانستان کې دې د کانونو په استخراج، انرژۍ، کرنې او تولیدي کارخانو جوړولو برخو کې پانګونه وکړي.

غړي

له تورخمه پورې غاړه د افغان سوداګرو پر توکو بار شاوخوا ۲۰۰۰ لارۍ بندې پاتې دي

د ننګرهار سوداګرۍ خونه وايي، خيبر پښتونخوا کې د ځايي قومي خلکو د اعتراض له امله له تېرې شاوخوا يوې اونۍ راهیسې د تورخم – پېښور لویه لاره تړل شوې او د افغان سوداګرو شاوخوا ۲۰۰۰ بار لارې بندې پاتې دي.

غړي

چابهار بندر بېرته د افغان سوداګرو د توکو لېږد رالېږد پر مخ پرانیستل شو

د نیمروز د ځمکني ترانسپورټ رییس وايي، له دوه کلن ځنډ وروسته د چابهار له بندره د افغان سوداګرو د توکو لېږد رالېږد بېرته پیل شو او د دغه بندر له لارې د توکو د انتقال بهیر ګړندي‌کېدو برخه کې ځیني اقدامات هم شوي دي.

غړي

پاکستان په کراچۍ کې د افغان سوداګرو د بند پاتې ۴۵۰ کانټینره توکو د خوشي کولو ژمنه کړې

په اسلام‌اباد کې د افغانستان سفارت او کراچۍ کې د افغان کونسلګرۍ سوداګریزو اتشو د پاکستان د سوداګرۍ وزارت له چارواکو سره په کراچۍ بندر کې د بند پاتې ۴۵۰ کانټینره توکو د خوشي کولو په اړه خبرې کړي.

غړي

د ننګرهار سوداګر: پاکستان د اپټا تړون خلاف افغان سوداګرو ته ستونزې جوړوي

ننګرهار کې ځيني سوداګر او د سوداګرۍ خونه وايي، د پاکستان حکومت له لوري پر یو شمېر ټرانزیټي توکو د پروسس فیس په نوم د ۱۰ سلنه مالیاتو وضع کول او پر ټرانزیټي محمولو د ۱۰۰ سلنه بانکي تضمین غوښتنه، د اپټا تړون خلاف دي.

غړي

نورالدین عزیزی د پاکستان له سفیر سره په لیدنه کې د افغان سوداګرو ستونزو د حل غوښتنه وکړه

د پاکستان سفیر د سوداګرۍ او صنعت وزارت سرپرست سره په لیدنه کې د دواړو هېوادو تر منځ د سوداګریزو اړیکو پر پیاوړتیا د ټینګار تر څنګ ډاډ ورکړ، هڅه کوي چې په دغه هېواد کې د افغان سوداګرو ستونزې حل شي.

غړي

اماراتو کې د افغان سوداګرو شورا: ویسټ د ستونزو حل لپاره په ګډه د مناسبې لار پیدا کولو ډاډ راکړی

په متحده عربي اماراتو کې د افغان سوداګرو شورا وایي، د افغانستان لپاره د امریکا له ځانګړي استازي یې وغوښتل چې د ستونزو د حل لپاره له افغان چارواکو سره خبرو ته دوام ورکړي او هغه هم ویلي چې د ګډ کار له لارې باید ستونزو ته مناسبه لار پیدا شي.

غړي

د اروپايي ټولنې استازو له افغان سوداګرو سره په ناسته کې د خصوصي سکټور اساسي ستونزې وارزولې

افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې استازولۍ ویلي، د برېښنا نشتوالی، د بانکي نظام بحران، بهر ته د کادرونو تلل او پر ښځو د کار بندیز په دغه هېواد کې د خصوصي سکټور پر وړاندې اساسي ننګونې دي.

غړي

ترکمنستان د افغان سوداګرو جرمانې معاف کوي

ترکمنستان وایي, په هغو افغان سوداګرو چې په ترکمنستان کې یې د سرحد د بندېدو له امله څه جرمانې راغلې دي هغه به ورته معاف کړي. د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکتر نعیم په خپله…