ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

له ځیرک ټیلېفونونو ډېره استفاده ځینو مواردو کې په کورنیو کې د ستونزو جوړېدو لامل شوې

له ځیرک ټیلېفونونو ډېره استفاده ځینو مواردو کې په کورنیو کې د ستونزو جوړېدو لامل شوې

author avatar
3 Feb 2024 - 17:48
له ځیرک ټیلېفونونو ډېره استفاده ځینو مواردو کې په کورنیو کې د ستونزو جوړېدو لامل شوې
author avatar
3 Feb 2024 - 17:48

کابل (پژواک، ۳۰ سلواغه ۱۴۰۲): د ځیرک ټیلیفون ډېره کارونه ځینو مواردو کې د کورنیو ترمنځ د ستونزو رامنځته کېدو لامل شوی او ارواپوهان وايي چې دغه کار د کورنیو پر ګډ ژوند د منفي اغېز ترڅنګ د دوی پر عاطفي وضعیت هم ناوړه اغېز کړی دی.

د «روژه» په نوم یوه معلوماتي وېب‌سایټ په یوه مطلب کې لیکلي چې پر بدن د ځیرک ټیلیفون د ناوړه اغېز موضوع ډېره جدي ده چې انکار نه شو ترې کولای؛ ځکه چې د هغه ډېره کارونه کېدای شي د انسانانو ترمنځ د نه جبرانېدونکو جسمي عوارضو رامنځته کېدو لامل شي.

په دغه مطلب کې راغلي: «داسې نه چې له موبایل څخه بیخي استفاده ونه کړو؛ ځکه چې دا کار اصلاْ منطقی نه دی. په واقعیت که هدف دا دی چې په ټېلیفون کې دوامداره او روږدي کوونکي ګېمونه په راتلونکي کې د نه جبرانېدونکو جسمي عوارضو رامنځته کېدو لامل نه‌شي.»

دې برخه کې پر کورنیو څه تېر شوي؟

د بامیان اوسېدونکی میهن یاسا (مستعار نوم) چې له څلورو کلونو راهیسې کابل کې اوسیږي، د انګلیسي ژبې د زده‌کړې یوه مرکز کې دنده لري.

هغه وايي یو کال کېږي چې کوژده یې کړې او کوژدنه یې هم د بامیان ولایت څخه ده.

هغه زیاته کړه: «د کوژدې دوره یوه جنجالي دوره ده او موږ هم ډېر جنجالونه درلودل.»

د هغه په خبره، د موبایل ډېر کارول او پرې ‎مصروف کېدو څو ځله د هغه او کوژدنې ترمنځ یې ستونزې رامنځته کړې چې یو ځل یې ستونزه ان تر جلا والي هم رسېدلې وه.

نوموړي وویل: «یو ځل مې په رسټورانټ کې ولیده، دا چې رسټورانټ داسې فضا لري چې له کورنۍ لرې یې او سړی کولای شي د ځینو مواردو په اړه ښې او په ارامه خبرې وکړي.»

هغه وویل: «په رسټورانټ کې وو چې کوژدنې ته مې زنګ راغی، یوازې مې ترې وپوښتل چې څوک دي چې ورسره لګیا یې موبایل دې بند کړه، زموږ له لیدو وروسته دې ستونزه حل کړه، خو هغې وویل چې ضرور دی، ما ورته وویل چې له ما ضرور نه دی.»

د یاسا په وینا، دغه موضوع د دې لامل شوه څو د هغه او کوژدنې ترمنځ یې رسټورانټ کې جنجال رامنځته شي او ان د جلا کېدو هوډ وکړي.

هغه زیاته کړه، وروسته دغه موضوع د هغه د کوژدنې کورنۍ حل کړه او اوس یې اړیکه عادي حالت ته راغلې ده.

کوژده شوو او واده شوو نجونو او هلکانو ته د میهن یاسا پیغام دا دی چې د ستونزې رامنځته کېدو پر مهال د یو بل پر وړاندې له احساساتو کار وانه خلي او د ستونزې لامل دې پیدا کړي.

د سمنګان اوسېدونکی اجمل وايي، اووه کاله مخکې یې واده کړی او اوس درې اولادونه لري، خو د کوژدې په دوره کې یې له موبایله ډېره استفاده کوله او ګېم به یې په کې کاوه.

هغه زیاته کړه: «کله چې ما تازه کوژده کړې وه په ټیلیفون کې به مې ډېرې خبرې او پاپجي ګېم کاوه، له انټرنېټه به مې هم ډېره استفاده کوله او تل به پر همدې لګیا وم.»

اجمل څرګنده کړه: «کله به چې ما پاپجي ګېم کاوه او یا به مې انټرنېټ ډېره کاراوه نو ناوخته کېده به او مېرمنې به مې سپارښتنه راته کوله چې دا مه کوه، ګټه نه لري، هم دې پیسې ځي، هم دې فکر خرابېږي او هم بې‌خوبه کېږې؛ خو ما یې خبره نه اورېده او ورته ویل به مې چې ته ښځه یې پر ځای دې کېنه په دې کارونو کې لاس مه وهه.»

هغه زیاته کړه، له هغه وروسته چې ډاکتر ته یې مراجعه او د ځان درملنه یې کړې، نو له مېرمنې سره یې اړیکې ښې شوې او اوس ارامه ژوند کوي.

د بامیان اوسېدونکی نجیب‌الله یو بل هغه کس دی چې د موبایل ډېرې کارونې له امله یې ‎کورنۍ سره ستونزې رامنځته شوې دي.

هغه وویل، ځیرک ټیلیفون د کورنیو ترمنځ د ناسم پوهاوي رامنځته کېدو لامل ګرځي.

هغه وايي: «خبره تر دې ورسېده چې تاوتریخوالي او طلاق ته نږدې شوه او ستونزې جدي شوې وه.»

هغه زیاته کړه، کله یې چې له مېرمنې سره ستونزې رامنځته شوې نو موضوع لویه شوه؛ خو قومي مشرانو دغه ستونزه هواره کړه.

نوموړي څرګنده کړه چې باید له موبایل څخه مثبت کار واخیستل شي او د کار او درس پر مهال د موبایل له ډېرې کارونې ډډه وشي.

هغه ځوانان چې د خپلو کورنیو له لوري رټل شوي، په دې اړه څه وايي؟

د کابل ښار یوه اوسېدونکي ضمیراحمد (مستعار نوم) پژواک ته وویل چې ځیني مهال د موبایل ډېرې کارونې له امله د خپلې کورنۍ له لوري رټل شوی دی.

هغه زیاته کړه، ډېری مهال به یې مور او پلار ورته ویل چې د موبایل ډېره کارونه مغز، روان او سترګو ته زیان رسوي او باید ډېره استفاده ترې ونه شي.

د هغه په خبره، د مور او پلار له یادو څرګندونو وروسته یې له موبایله استفاده کمه کړې او اوس یوازې د اړتیا پر مهال ترې کار اخلي.

خلکو ته د ضمیر پیغام دا دی څو له اړتیا پرته موبایل ونه کاروي؛ ځکه د انسان پر روح او روان ناوړه اغېز کوي.

د کابل ښار اوسېدونکي شل کلن راحیل وویل چې ډېر کله له موبایله د ډېرې استفادې له امله د خپلې کورنۍ له لوري رټل شوی دی.

هغه وویل: «پلار مې تل غوسه کېږي چې ولې موبایل کاروې، ډېر ضرر درته لري.»

د هغه په خبره، د ځیرک ټیلیفون پر کارولو روږدی شوی او کله چې ورسره نه وي، د ارامتیا احساس نه کوي.

بلخوا، د کابل اوسېدونکې مریم هم پژواک ته وویل چې له ټیلیفون څخه د زیاتې استفادې له امله څو ځله رټل شوې ده.

هغه وايي: «همدا له موبایله ډېره استفاده هم له همدې امله وه چې ډېره پرې عادت شوې وم او په دې دوره کې کوم بل مصروفیت نه وي.»

مریم زیاتوي چې د موبایل ډېره استفاده هغه له خپلوانو لرې کړې وه او دا یې یو عادت ګرځېدلی و.

ارواپوهان: د ځیرک ټیلیفون ډېر کارول د خلکو پر ګډ ژوند منفي اغېز کوي

یوه ارواپوه عبدالجلیل امیرخېل پژواک ته وویل چې د ځیرک ټیلیفون ډېر کارول د خلکو پر ګډ ژوند ناوړه اغېز کوي.

هغه وویل، د ټیلیفون ډېر کارول د انسانانو د روحیې کمزورتیا او د مقابل لوري د بې‌ارزښته کولو لامل کېږي.

هغه زیاته کړه، د موبایل کارولو له امله بې‌ارزښته کېدل د کورنیو ترمنځ د کینې، جګړې او نا ارامتیا لامل هم شوی چې ان د ځینو جوړو ترمنځ تر طلاقه هم رسېږي.

د هغه په خبره، داسې کسان ورته مراجعه کوې چې د موبایل ډېر کارولو له امله یې کوژدې لغوه شوې دي.

د هغه په باور، خاوند او مېرمن باید د هر کار لپاره منظم مهال‌وېش ولري او یو بل ته وخت ورکړي.

بلخوا، یوه بل ارواپوه ډاکتر ذکریا بارکزی وايي چې کورنۍ ‎معمولاً عاطفي وضعیت ته اړتیا لري. ‎

هغه زیاتوي، له بده مرغه چې په دې وروستیو کې له موبایل او ټکنالوجۍ څخه استفاده د کورنیو ترمنځ د ټولنیزو اړیکو د کمزوري کېدو لامل شوې او د کورنیو پر عاطفي حالت یې ناوړه اغېز کړی چې له امله یې له حقیقي مسایلو سره د کورنیو واټن پیدا شوی دی.

نوموړي زیاته کړه: «له بده مرغه هغه مراجعین چې په روحي او رواني برخه کې مشکلات لري؛ ناسم پوهاوی د ځینو جوړو د ستونزو لامل شوی چې د ټولنیزو پاڼو له امله دی؛ ځکه ټولنیزې پاڼې کېدای شي یو کس ژر د شک له خطر سره مخ کړي او د خلکو ګډ ژوند د بدبختۍ لوري ته یوسي.»

د هغه په باور، ټکنالوجي د دې لپاره نه ده چې د خلکو ټول ژوند دې په خطر کې واچوي؛ بلکه باید یوازې د کار او اړتیا پر مهال ترې استفاده وشي.

د هغه په وینا، د حل لار دا ده چې خلک باید د موبایل او ټکنالوجۍ کارونې لپاره ځانګړی وخت وټاکي.

نوموړي زیاته کړه: «که موږ له انټرنېټ او موبایل سره تړلي یو، کولای شو لږ انټرنېټ فعال‎ او استفاده ترې وکړو څو په دې سره پر موبایل له روږيتوبه وژغورل شو.»

مخابراتو وزارت: له موبایل او انټرنېټه د ناوړه استفادې مخنیوي لپاره مو تل هېوادوال هڅولي دي

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ویاند عنایت‌الله الکوزي پژواک ته وویل چې په اوسني عصر کې په نړۍ کې ‎د خلکو ترمنځ د اړیکې ټینګولو تر ټولو ډېره کارول شوې وسیله ټیلیفون دی چې کولای شي د نړۍ په کچه د خلکو ترمنځ اړیکه ټینګه کړي.

هغه زیاته کړه، له موبایل څخه ګټوره استفاده په بېلابېلو برخو کې په ځانګړي ډول د زده‌کړو او عاید ترلاسه کولو برخه کې د ټولنې د پرمختګ لامل ګرځي.

د هغه په خبره، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت هم هڅه کوي څو وکولای شي دغه وسیله د افغانستان ګوټ ګوټ ته ورسوي او خلک وکولای شي په اغېزناکه توګه د اړیکو ټینګولو، زده‌کړو او پیسو ترلاسه کولو برخه کې ترې ګټه پورته کړي.

دغه‌راز الکوزي څرګنده کړه چې دغه وزارت له موبایل او انټرنېټه د ناوړه استفادې مخنیوي لپاره تل هېوادوال هڅولي دي.

دا په داسې حال کې ده چې سږ کال د غويي په ۲۴مه پژواک خبري اژانس د «د طب برخې پوهان: پر موبایل ډېرې خبرې کول د وینې د فشار لوړوالي لامل ګرځي» تر عنوان لاندې یو راپور خپور کړی و.

په هغه راپور کې راغلي وو چې ډاکټران د ټیلیفوني اړیکو د زیانونو په اړه تازه څېړنو ته په اشارې وايي چې په اونۍ کې شپږ ساعته پر ټیلیفون خبرې کول د وینې د لوړ فشار خطر ۲۵ زیاتوي.

په کابل ښار کې د انتاني ملي او تخصصي روغتون د داخله ناروغیو متخصص ډاکتر فریدالله عمري ویلي وو: «کله چې موږ په موبایل کې ډېر خبرې کوو، کېدای شي همدا غږېدل زموږ خپګان او رواني فشار لوړېدو لامل شي.»

Views: 152

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.