چاریکار (پژواک، ۲۳ سلواغه ۱۴۰۲): د پروان د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولین د دغه ولایت په کوهصافي ولسوالۍ کې د اوبو لګولو کانال د یوه سربند او په جبلالسراج ولسوالۍ کې د کليوالي سړکونو او استنادي دېوالونو جوړېدو چارو له پیله خبر ورکوي.
د پروان ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا رییس ملا عبدالصمد صادق په دې اړه پژواک ته وویل: «د اوبو لګولو د کانال پروژه د ۱۷ میلیون افغانیو په لګښت د کوهصافي ولسوالۍ په پاکستانک کلي کې د ۳۵ مترو محافظوي دېوال او یوه پلچک چې ۹ متره اوږدوالي او ۲ متره سور لري، په درلودو سره په اساسي ډول جوړیږي.»
هغه زیاته کړه چې د اوبو لګولو د دغه سربند په جوړېدو سره به د باغونو په ګډون زر جرېبه کرنیز ځمکه خړوبه شي.
د پروان د کلیو بیارغوني او پراختیا رییس زیاته کړه چې د څه باندې ۷ میلیون افغانیو په لګښت د جبلالسراج ولسوالۍ په تاجکان کلي کې د کليوالي سړوکونو او استنادي دېوالونو جوړولو چارې هم پیل شوې دي.
هغه د پروژو پر کیفیت د ټینګار ترڅنګ وویل، یادې پروژې د پروان د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست سره په همغږۍ د ټولنیز معشیت د ملاتړ پروګرام له لارې تطبیقېږي.
د جبلالسراج د تاجکان کلي اوسېدونکي جانمحمد وویل، د دې پروژې کار درې کاله مخکې د جمهوریت پرمهال پیل شوی و چې د ځینو ستونزو له امله بېرته درېدلی و، خو اوس یې د جوړېدو چارې پیل شوې دي.
Views: 8
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن