تالقان (پژواک، ۲۴ سلواغه ۱۴۰۲): د تخار امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په تالقان ښار کې د ګازنیونې له امله د یوې کورنۍ درې غړو ژوند له لاسه ورکړی، خو ځايي اوسېدونکي د مړو شمېر شپږ کسان بولي.
د تخار د امنیه قوماندانۍ ویاند مبین صافي پژواک خبري اژانس ته وویل، تېره شپه د تالقان ښار په چشمهشېر سیمه کې د ګازنیونې پېښه کې د یوې کورنۍ درې غړي مړه شوي دي.
خو د سیمې یو اوسېدونکی صدامحسین وايي چې تېره شپه په دغه پېښه کې یادې کورنۍ درې غړي مړه او درې نور مسموم شوي وو چې د تخار ولایتي روغتون ته له لېږدولو وروسته هغوی هم ژوند له لاسه ورکړی دی.
هغه وویل چې د دې پېښې په مړو کې دوه سړي، یوه ښځه او درې ماشومان شامل دي.
Views: 12
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن