ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بلخ سوداګر له حکومته خوږه‌ولې ته بهر کې بازار غواړي

د بلخ سوداګر له حکومته خوږه‌ولې ته بهر کې بازار غواړي

author avatar
20 Feb 2024 - 12:58
د بلخ سوداګر له حکومته خوږه‌ولې ته بهر کې بازار غواړي
author avatar
20 Feb 2024 - 12:58

مزارشریف (پژواک، د کب لومړۍ نېټه ۱۴۰۲): بلخ کې د شیرین‌بویې سوداګر او پروسس کوونکي له حکومتي مسوولینو غوښتنه کوي چې دغه بوټي ته دې له هېواده بهر بازار پیدا کړي.

مزارشریف کې د شیرین‌بویې یو پروسس کوونکی عبادالله د دغه بوټي د بازار له پيکه کېدو شکایت کوي او وایي چې د تېر په پرتله یې کار و بار کمرنګه شوی دی.

هغه زیاتوي چې دغه بوټی د درملو او څښوونکو انرژیانو په جوړولو کې استفاده کېږي.

د هغه په وینا دغه بوټی د هېواد دننه بازار او استفاده نه لري، نو حکومت دې ورته بهرنی بازار پیدا کړي.

د شیرین‌بویې یو بل پروسس کوونکی محمدنعیم وایي چې دغه بوټی ډېری په سیندیزو او ریګي سیمو کې په خپل‌سري ډول شین کېږي او وده کوي چې خلک یې راټولوي او پر دوی یې پلوري.

هغه وایي چې دغه بوټی له پروسس وروسته ایران، ازبکستان، پاکستان او یو شمېر نورو اروپایي هېوادونو ته صادرېږي چې اوس یې د صادراتو کچه ټيټه شوې ده.

هغه له حکومته غوښتنه کوي څو د هېواد دننه له دغه بوټي استفاده وکړي او یا هم له هېواده بهر ورته بازار پیدا کړي.

بلخ کې د شیرین‌بویه صادرکوونکی فیصل وایي چې دغه بوټی په لوړه کچه د افغانستان په فاریاب، بلخ، بدخشان او یو شمېر نورو ولایتونو کې موندل کېږي، خو وایي، تقاضا یې کمه او حاصلات یې ډېر دي.

هغه وایي، حکومت باید صادرکوونکو ته اسانتیاوې برابره کړي؛ ځکه د دغه بوټي صادراتو کې هم د حکومت ګټه ده او هم خلکو ته له دې لارې یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کېږي.

په همدې حال د شیرین‌بویې د پروسس کارخونو یو شمېر کارکوونکي هم اندېښنه ښيي چې که دغه بوټی له هېواده بهر صادر نه شي نو دوی به خپلې دندې له لاسه ورکړي.

یو کارکوونکی نظرګیلدي وایي چې د دغه بوټي له پروسسه په ورځ کې شاوخوا ۲۰۰ افغانۍ ګټي، خو اندېښنه ښيي که صادرات یې کم او یا هم بند شي نو وزګاره به شي.

بلخوا، د بلخ صنعت او سوداګرۍ ریاست مسوولین سوداګرو ته د هغوی د ستونزو حل برخه کې ډاډ ورکوي.

د بلخ د صنعت او سوداګرۍ ریاست مالي او اداري امر نصیراحمد نیازی وایي چې دغه ریاست هڅه کوي څو سوداګرو ته ډاډه او امن فضا برابره کړي او پر وخت یې ستونزو ته رسېدنه وکړي.

د هغه په وینا روان کال د بلخ له حیرتان بندره د دوه میلیون ډالرو په ارزښت ۲ زره ټنه شیرین‌بویه منځنۍ اسیا هېوادونه ته صادره شوې ده.

د معلوماتو له مخې شیرین‌بویه د ایران او پاکستان سربېره منځنۍ اسیا هېوادونو او یو شمېر نورو اروپایي هېوادونو ته صادرېږي او ترې د درملو او څښوونکو انرژیانو په جوړولو کې کار اخیستل کېږي.

Visits: 166

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.