کابل (پژواک، ۲ کب ۱۴۰۲): د روسیې بهرنیو چارو وزارت د ملګرو ملتونو په کوربهتوب د دوحې ناسته ناکامه بللې او ویلي یې دي چې د افغانستان په اړه هر ډول نوښت د کابل او سیمې هېوادونو له ملاتړ پرته پر ناکامۍ محکومه ده.
د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویاند ماریا زاخاروا دغه څرګندونې تېره ورځ یوې خبري ناستې ته کړې دي.
د ټاس خبري اژانس راپور له مخې، زاخاروا ویلي چې د دوحې په ناسته کې د ملګرو ملتونو له مخکني پروګرام سره سم د افغانستان لپاره د ځانګړو استازو او د اړیکو نیولو ډلې ټاکلو په اړه هیڅ تصمیم ونه نیول شو.
هغې زیاته کړې: «له بدهمرغه دا ډول مهم موضوعات له مناسبو توضیحاتو پرته د کار په اجنډا کې ونیول شول.»
د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي چې د کابل او سیمې هېوادونو له ملاتړ پرته هر ډول نوښت که څه هم هغه د یوه پست او که د یوه نوي فرمټ جوړېدل وي، پر ناکامۍ محکوم دي.
ماریازاخاروا ویلي، د اسلامي امارت پلاوي له دې امله چې شرایط وړ نه وو او هلته یې حضور بې ګټې و، په دې غونډه کې له ګډونه ډډه وکړه.
د هغه په خبره، د روسیې استازي هم له اسلامي امارت سره د یووالي په توګه په دوحه کې د افغانستان د مدنې ټولنو له استازو سره له لیدنې ډډه وکړه.
د یادونې ده، د دوحې ناسته د روانې اونۍ د یکشنبې او دوشنبې په ورځو د ملګرو ملتونو په کوربهتوب د قطر په پلازمېنه دوحه کې ترسره شوه چې په کې د مدنې ټولنو او د ښځو حقونو څلورو افغان فعالانو ګډون کړی و.
په دې ناسته کې اسلامي امارت ته هم بلنه ورکړل شوې وه، خو د دوی د شرایطو نه منلو له امله یې ګډون ونه کړ.
خو د دوحې له ناستې وروسته د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرش په یوه خبري ناسته کې دغه کنفرانس رغنده وباله او ویې ویل چې ګډونوالو پر کلیدي مسایلو یو نظر درلود.
Views: 19
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن