ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هرات کې تار تولیدوونکي بهر ته د تار صادراتو بېرته پیلېدو غوښتنه کوي

هرات کې تار تولیدوونکي بهر ته د تار صادراتو بېرته پیلېدو غوښتنه کوي

author avatar
21 Feb 2024 - 19:11
هرات کې تار تولیدوونکي بهر ته د تار صادراتو بېرته پیلېدو غوښتنه کوي
author avatar
21 Feb 2024 - 19:11

هرات (پژواک، ۲ کب ۱۴۰۲): هرات کې یو شمېر ‎ تار پلورونکي بهر ته د تار د صادراتو له درېدو شکایت لري او وایي چې له امله یې د دغه محصول ډېر تولیدوونکي او پلورونکي بې‌کاره شوي دي.

 د هغوی په خبره، له دوو کلونو راهیسې بهر ته د تار صادرات درېدلي او دا په داسې حال کې ده چې د هرات په بازارونو کې د تارونو په بیو کې د پخوا په نسبت د پام وړ کموالی راغلی او په دغه ولایت کې له تولید شوو تارونو څخه د خلکو استفاده کمه شوې ده.

د هرات د «دروازه خوش» سیمې د تار یوه تولیدونکي او پلورونکي حاجي بسم‌الله پژواک ته وویل، مخکې مو په هره میاشت کې له درېیو تر څلورو ټنو تار برابرول، خو دمګړۍ یې بازار نظر پخوا ته پيکه شوی دی.

نوموړي وویل، مخکې به مو څلور کیلو یا یو من تار په ۱۲۰۰ افغانۍ پېرل او په ۱۳۵۰ افغانۍ به مو پلورل، خو اوس له ۷۰۰ تر ۸۰۰ افغانیو څخه په لوړه بیه نه پلورل کېږي.

نوموړي له اسلامي امارته د تار پر صادراتو د لګېدلي بندیز د لرې کولو غوښتنه وکړه څو دوی وکولای شي چې خپل تولیدات ډېر کړي.

د هغه په خبره، ده شاوخوا ۱۵۰۰ کورنیو ته د کار زمینه برابره کړې وه چې اوسمهال په دغه بازار او کاري شرایطو سره یادې کورنۍ هم بې‌کاره شوي دي.

هغه وایي، دمګړۍ په خپله کارګاه کې شاوخوا پنځه ټنه تار لري چې پلورل شوي نه دي او که بهر ته صادرات پیل شي، کېدای شي چې کارو بار یې بیا ځلي وغوړیږي.

یوه بل تار پلورونکي نوراحمد حسن‌زاده هم پژواک ته وویل، کوم تار یې چې مخکې په دوکان کې لرل یوه کیلو یې په ۳۵۰ افغانۍ و، خو اوس په ۲۰۰ افغانۍ دي، تېر کې به یې یوه اونۍ کې پنځلس بورۍ تار پلورل چې اوس یې پلور کم شوی دی.

دغه راز، د هرات د جلابانو ټولګي رییس جمال‌الدین طاهري وایي، دوه کاله کېږي چې د حکومت له خوا بهر ته د تارونو صادرات درېدلي، مخکې د افغانستان تار هند، پاکستان او نورو هېوادونو ته صادرېدل.

طاهري هرات کې د تارونو بازار د وضعیت له امله اندېښنه وښوده او زیاته یې کړه، د هرات د تارونو سوداګرو په دې هیله چې بهر ته به د تارونو صادرات پیل شي، د دغه ولایت ټول تارونه پېرلي، خو لا تر اوسه د دغه محصول صادرات بند دي او د یوه من تارو بیه له ۱۸۰۰ افغانیو څخه ۶۰۰ تر ۸۰۰ افغانیو ته ټيټه شوې چې دا سوداګرو ته اندېښمنوونکې ده.

هغه زیاته کړه، دمګړۍ د افغانستان په بازارونو کې له دغو تارونو استفاده کمه شوې او د دغه محصول د صادراتو په درېدو سره د هرات، بادغیس او فراه ولسوالیو کې ډېرې کورنۍ بې کاره شوي دي.

په ورته وخت کې د هرات د صنعت او سوداګرۍ رییس مولوي بشیرمحمد سیرت په دې باور دی چې د هېواد په داخل کې د غالیو او ګلمونو د تولید لپاره تار ته ډېره تقاضا ده، خو له بده‌مرغه د سم پروسس د نشتون له امله په نړۍوالو بازارونو کې افغاني غالۍ په ټيټه کچه پېرل کېږي.

د هرات د صنعت او سوداګرۍ رییس وایي چې د بازار د عرضې او تقاضا برخه تحلیلېږي که په ډاګه شوه چې عرضه ډېره او تقاضا کمه ده د صنعت او سوداګرۍ او مالیې وزارتونو له خوا د صادراتو لپاره اجازه ورکول کېږي.

هغه وویل، د یوې لنډې مودې لپاره سوداګرو ته بهر ته د تار صادرولو اجازه ورکړل شوې وه چې ډېرو یې له دغه فرصته استفاده ونه کړه.

Views: 124

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.