جلالاباد (پژواک، ۳ کب ۱۴۰۲): د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رياست له لوري د دغه ولايت په چپرهار ولسوالۍ کې د ۱۷۲ زره امريکايي ډالرو په لګښت د اوبو رسولو يوه پروژه بشپړه شوه.
مسوولين وایي، په دغه پروژه کې د اوبو د يوه کانال او فرعي ويالو پاکول، د يوه سربند، استنادي دېوال او دوو دروازو جوړل شامل دي.
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رييس مولوي عبدالستار محمد وويل، په دې پروژه کې د ۲۹ اعشاريه ۳ کیلومتره په اوږدوالي د ګلدرې کانال او فرعي ويالو پاکول، یو عدد سربند، ۹۸۸ متره په اوږدوالي د استنادي دېوال او د اوبو د کنټرول د دوو دروازو جوړول شامل دي.
د نوموړي په خبره ګلدرې کانال کې ۲۴۳ کسانو ته د دوو میاشتو لپاره د کار زمینه هم برابره شوې وه او د دغه کانال په جوړولو سره ۱۳۸۵۰ جریبه کرنیزې ځمکې ته د اوبو رسولو زمینه برابره شوې ده.
د چپرهار ولسوالۍ اوسېدونکو د دغه کانال له جوړېدو خوښي څرګنده کړه.
رياض احمد چې په دغه پروژه کې يې دوه میاشتې کار هم کړی او د کانال په جوړېدو يې ځمکې ته د اوبو زمينه برابره شوې، وايي، دا پروژه د سيمې د خلکو لپاره ډېره ګټوره ده.
Views: 30
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن