کابل (پژواک، ۳ کب ۱۴۰۲): د ریاستالوزراء سیاسي مرستیال له یو شمېر ځوانانو سره په لیدنه کې ویلي چې د دوحې ناسته کې د ګډون لپاره د اسلامي امارت معقولې او پر ملي ګټو ولاړې غوښتنې په نظر کې نه نیول غیرعادلانه تصمیم و.
د ملګرو ملتونو په مشرۍ د افغانستان په اړه د دوحې دويمه غونډه د روانې فبرورۍ میاشتې په ۱۸مه او ۱۹مه د امریکا او روسیې ترڅنګ د ۱۸ بېلابېلو هېوادونو د استازو په ګډون ترسره شوه.
د ارګ په خبرپاڼه راغلي چې د ریاستالوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر پرون په سپیدار ماڼۍ کې د کابل د ۲۲ ناحیو او ۱۴ ولسوالیو ځوانانو شوراګانو له غړو سره ولیدل.
نوموړي په دې لیدنه کې وویل، اسلامي امارت له نړۍوالو سره خپلې اړیکي د متعادل سیاست له مخې تنظیموي او دا مهال په بهرني سیاست کې ګڼې لاستهراوړنې لري.
هغه زیاته کړه، د دوحې ناسته کې د ګډون لپاره د اسلامي امارت معقولې او پر ملي ګټو ولاړې غوښتنې په نظر کې نه نیول غیرعادلانه تصمیم و.
د مولوي کبیر په وینا، له افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمېسیون له لارې نږدې ۹۰۰ شخصیتونه هېواد ته راستانه شوي او په نږدې راتلونکي کې به نور مطرح او مهم شخصیتونه هم بېرته هېواد ته راوګرځي.
نوموړي دغه راز وویل، اسلامي امارت د ځوانانو دی او ځوانان د اسلامي امارت دي او زیاتوي چې د ځوانانو ستونزو ته د رسېدو لپاره به ځانګړې پاملرنه وشي.
د خبرپاڼې معلوماتو له مخې، یادو ځوانانو په دې لیدنه کې د شته ستونزو یادونه وکړه ویې ویل، اسلامي امارت دې د بېروزګارۍ له امله بهر ته د تلونکو ځوانانو مخه ونیسي او په کور دننه دې ورته د کار زمینه برابره کړي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونيو ګوټریش د تېرې سلواغې میاشتې په ۳۰مه د دوحې له غونډې وروسته خبري کنفرانس ته وویل چې د افغانستان سرپرست حکومت په دې غونډې کې د ګډون لپاره یو لړ شرایط ایښي وو چې په وینا یې، ملګرو ملتونو ته د منلو نه وو.
هغه زیاته کړې وه چې د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي نه ګومارل، د رسمي اړخ او د افغانستان د استازي په توګه په دې غونډه کې ګډون او له ده سره د کابل د پلاوي لیدنه په دې غونډه کې د ګډون لپاره د اسلامي امارت شرطونه وو.
خو اسلامي امارت وروسته له هغه چې دغه شرایط یې ونه منل شول، وویل چې د دوحې غونډه کې ګډون یې ګټور نه دی او ډډه یې ترې وکړه.
Views: 26
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن