ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د دوحې تړون څلور کلن شو؛ پایلې یې څه دي؟

د دوحې تړون څلور کلن شو؛ پایلې یې څه دي؟

author avatar
29 Feb 2024 - 16:19
د دوحې تړون څلور کلن شو؛ پایلې یې څه دي؟
ارشیف
author avatar
29 Feb 2024 - 16:19

کابل (پژواک، ۱۰ کب ۱۴۰۲): د چارو ځیني شنونکي وایي، د دوحې تړون د اوږدې جګړې او «اشغال» د پای ته رسېدو او له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو لامل شو، خو د دغه تړون ځینې برخې لا نه دي پلې شوې او افغانستان تر اوسه هغه سیاسي حل ته نه دی رسېدلی چې سيمه او نړۍ پرې تر یوه بریده اجماع لري.

د دوحې تړون تر اوږدو خبرو وروسته د ۱۳۹۸ کال د کب په لسمه د افغانستان اسلامي امارت په استازیتوب ملا عبدالغني برادر او د امریکا متحده ایالتونو په استازیتوب زلمي خلیلزاد لاسلیک کړ.

له افغانستانه د ټولو بهرنیو ځواکونو وتل، د بندیانو خوشي کول، د بین‌الافغاني مذاکراتو پیلول او د امریکا له خوا د بندیزونو لرې کول د دې هوکړې مهمې برخې وې او په کې راغلي چې د افغانستان خاوره به د متحده ایالتونو او د هغوی د متحدینو د امنیت خلاف نه کارول کېږي.

د چارو شنونکي په دې اړه بېلابېل نظرونه لري.

د سياسي چارو شنونکی نجيب‌الله جامع وايي، دغه تړون په افغانستان کې د یوه ستر بدلون لامل شو؛ ځکه چې په پایله کې یې بهرني ځواکونه له افغانستانه ووتل او اسلامي امارت بيا ځلې واک ته ورسېد.

دی زياتوي: «خو په لويه کې ګڼې معادلې چې دغه تړون او دغه قرارداد يې وړاندوينه کړې وه، هغه بحثونه لا هم په هوا کې پاتې دي؛ هغه برخه چې بين‌الافغاني مذاکرات وو او په افغانستان کې د قدرت وېش، د افغاني خبرو پيل او په نړۍواله ټولنه کې د افغانستان د ورګډولو بحث او د افغانستان د بيارغونې خبرې وې، لا پرې بحث نه دی شوی؛ هغه خبرې چې ټول افغاني اړخونه يې غوښتنه کوي، افغانستان لا تر اوسه يوه سياسي حل ته چې سيمه او نړۍ ګوډه ماته اجماع پرې لري، نه دی رسېدلی.»

جامع د افغانستان په انزوا کې پاتې کېدل، له اسلامي امارت سره د نړۍ د ډېرو هېوادونو نه تعامل، افغانستان کې د انتخاباتو په اړه نظرياتي اختلافونو شتون، د اساسي قانون نشتوالی او په اړوند یې د اوسني حکومت د کوم واضح ليدلوري نشتوالی د دوحې تړون منفي اړخونه بولي او زياتوي: «زه هم پر دې باور يم او د هر افغان تاريخي باور دا دی چې نه جينوا د افغانستان د قضيې حل وه، نه پنډۍ د افغانستان مسئله راټوله کړه، نه بُن؛ بلکې بُن خو د افغانستان مسئله لا وپاشله او په لويه کې دوحه، پرته د امريکايي ځواکونو له وتلو څخه، د افغانستان په سياسي بحثونو کې يو ناکام څپرکی دی.»

دی وايي: «زموږ باور دا دی، د افغانستان د ملت غوښتنه دا ده او زموږ د ملي ګټو اړتيا دا ده چې د افغانستان حکومت د سياسي او ملي ثبات په پار له ملي وحدت څخه د ملاتړ لپاره د اساسي قانون بحث غښتلی کړي، د افغانانو ټولو حقونو ته د ورکړې په برخه کې خپلې ژمنتیا تازه کړي، بلکې د سياسي او ملي حل په پار له نړۍ سره د افغانستان نښلولو او انزوا څخه د افغانستان راوتو په پار …. د ملي خبرو زمينه برابره کړي او د ملي خبرو زمينې برابرول به په افغانستان کې د سياسي ثبات بحثونه غښتلي کړي.»

دغه راز، د چارو بل شنونکی روح‌الله هوتک وايي، د دوحې تړون د امريکايي ځواکونو وتلو او د اسلامي امارت بيا حاکميت لپاره لار هواره کړه، په هېواد کې جګړه پای ته ورسېده او «د افغانستان پاکه خاوره له اشغال څخه خلاص شوه.»

خو هغه زياتوي، د دغه هوکړه‌ليک په پایله کې بايد د اسلامي امارت د مشرانو نومونه له تور نوملړه ایستل شوي وای او د دواړه لورو ترمنځ اړیکې جوړې شوې وای، خو په دې اړه لا اقدام نه دی شوی.

پخوانی ډپيلومات او د نړۍوالو چارو شنونکی محمدقسيم محتاط وايي، د دوحې هوکړه د دې لامل شوه چې له افغانستانه بهرني ځواکونه ووځي، اوسنی نظام رامنځته شي او جګړه ختمه شي.

خو دی وايي: «د دوحې تړون له مخې چې بايد يو متوازن او ټولګډون حکومت جوړ شوی وای، دا چې د طالبانو ځيني واکداران ډېر افراطي دي، نه يې دا وشو کړای چې د پخواني حکومت چارواکي راخپل کړي او نه يې له نړۍ سره په اسانه تعامل وکړای شو؛ په دې برخو کې د دوی کړنې ډېرې سستې دي او متاسفانه چې په نړۍوال سټېج يې څوک په رسمي ډول نه پېژنې.»

د نړۍوالو چارو شنونکی عزیزالله معارج وایي: «متاسفانه لکه څنګه چې د څلورو لسیزو جګړو افغانان پر مختلفو فکرونو وېشلي دي، د دوحې تړون په هکله هم خوش‌بينيانې او هم بدبنينيانې موجودې دي.»

دی زياتوي: «يوه ډله چې له اشغال سره ستړي وو، خوشاله دي چې اشغال ختم شو او امنیت راغی افغانستان ته، مفسدین، غله او غاصبین له وطنه ورک شول، هغه کړۍ چې حکومت يې په زور نيوه، هغه لرې شوې، دين د اسلام نافذ شو او وطن ته بېرته افغانان راغلل او صاحبان د وطن شول.»

خو د ده په ونیا، بله ډله خلک بیا وایي چې په افغانستان کې باید ټولشمول حکومت جوړ شوی وای، د نجونو پر زده‌کړو محدودیت نه وای لګېدلی، «طالبانو» که له جمهوریت سره تعامل کړی وای، اردو به نه وه ړنګه شوې، «کادرونه» به له افغانستانه نه وو وتلي او سیستم به نه و ويجاړ شوی.

د ده په وینا، په ټوله کې د دوحې تړون جزئیات مطبوعاتو ته نه دي راوتلي، دواړه لوري یو پر بل تور پورې کوي چې تړون یې نقض کړی دی.

هغه وایي چې د دوحې له تړون وروسته افغانستان په نړۍواله کچه په انزوا کې دی او دې انزوا د افغانستان خلک له فشارونو او اقتصادي ستونزو سره مخ کړي دي.

د اسلامي امارت وياند ذبيح‌الله مجاهد وايي، د دوحې تړون د لاسلیک عامل د خلکو شل کلنه مبارزه، مجاهده، قرباني او ستړيا وه چې امريکايان یې دې ته اړ ایسته چې د یوه تړون له مخې خپل ځواکونه له افغانستانه وباسي.

دی زياتوي: «همداسې يو اقدام وشو، تړون لاسلیک شو او په پایله کې یط اشغال پای ته ورسېد، افغانستان ته ازادي او استقلال راوګرځېدل او د يو اسلامي حکومت جوړېدو ته زمينه مساعده شوه؛ دا د افغانستان خلکو ډېر لوی ارمان، ډېر لوی هدف و، د دغه تړون په امضاء کېدو سره دا ترسره شو او لاس ته راغی چې يو لوی پرمختګ يې بللی شو چې په تاريخ کې به خپله جايګاه ولري، دا د افغانستان د تاریخ يو زرين باب تشکیلوي.»

مجاهد وايي، د دوحې تړون وشو کولای يوه لويه جګړه پای ته ورسوي، د متواترو وینو تویېدنو او ويجاړيو مخه ونیسي، افغانستان يو نوي فصل ته داخل شي او افغانان د خپل هېواد پر بېرته رغولو بوخت شي.

دغه راز هغه وایي، د همدغه تړون له امله دي اوس افغانستان امن دی، اقتصادي رفاه لري او د پرمختګ لپاره هڅې روانې دي.

د اسلامي امارت ویاند په خبره چې د دوحې تړون بيا د افغانستان د خلکو د جهاد او قربانيو پایله ده چې له يو بل سره مرتب شول او د افغانستان پر اوسني وضعيت يې مثبت او ښه تاثير وغورځاوه.

د هغه په وینا، که څه هم د دغه تړون ځينې برخې د امريکايانو له خوا نه دي عملي شوې، لا هم ستونزې وجود لري، خو دغه تړون تر ډېره د دې لامل شو چې لوی او ستر هدفونه ترلاسه شي.

Views: 40

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.