کابل (پژواک، ۱۳ کب ۱۴۰۲): د افغانستان د ملي دفاع وزارت سرپرست او لوی درستیز د دوحې نړۍوال سمندري دفاعي نندارتون (دیمدیکس) کې د ګډون په موخه قطر ته ولاړل.
دغه خبر نن د دفاع وزارت ویاند عنایتالله خوارزمي پر خپله اېکسپاڼه خپور کړی دی.
هغه لیکلي چې مولوي محمدیعقوب مجاهد او قاري فصیحالدین فطرت به د دوحې نړۍوال سمندري دفاعي نندارتون (دیمدیکس) کې د ګډون ترڅنګ له قطري چارواکو سره د دوه اړخیزو اړیکو پر ټینګښت هم خبرې وکړي.
Views: 38
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن