ژبه

د ملي دفاع وزارت سرپرست او لوی درستیز قطر ته ولاړل

<p style="text-align: justify;">کابل (پژواک، ۱۳ کب ۱۴۰۲): د افغانستان د ملي دفاع وزارت سرپرست او لوی درستیز د دوحې نړۍوال سمندري دفاعي نندارتون (دیمدیکس) کې د ګډون په موخه قطر ته ولاړل.</p>

<p style="text-align: justify;">دغه خبر نن د دفاع وزارت ویاند عنایت‌الله خوارزمي پر خپله اېکس‌پاڼه خپور کړی دی.</p>

<p style="text-align: justify;">هغه لیکلي چې مولوي محمد‌یعقوب مجاهد او قاري فصیح‌الدین فطرت به د دوحې نړۍوال سمندري دفاعي نندارتون (دیمدیکس) کې د ګډون ترڅنګ له قطري چارواکو سره د دوه اړخیزو اړیکو پر ټینګښت هم خبرې وکړي.</p>