ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بلخ کې معلولین: نړۍواله ټولنه دې د مرستو په وېش کې معلولینو ته لومړیتوب ورکړي

بلخ کې معلولین: نړۍواله ټولنه دې د مرستو په وېش کې معلولینو ته لومړیتوب ورکړي

author avatar
5 Mar 2024 - 16:06
بلخ کې معلولین: نړۍواله ټولنه دې د مرستو په وېش کې معلولینو ته لومړیتوب ورکړي
author avatar
5 Mar 2024 - 16:06

مزارشریف (پژواک، ۱۵ کب ۱۴۰۲): په بلخ کې یو شمېر معلولین وايي چې دوی د ټولنې تر ټولو اړمن خلک دي او نړۍواله ټولنه په ځانګړې توګه د خوړو نړۍوال پروګرام دې ورسره مرسته وکړي.

بلخ ولایت کې یو شمېر معلولینو د یوې راټولیدنې له لارې له نړۍوالې ټولنې د مرستې غوښتنه وکړه.

عبدالولي حقجو چې د لیسانس تر کچې لوړې زده‌کړې لري او په دواړو پښو او سترګو معلول دی له نړۍوالې ټولنې وغوښتل چې له ده او ده ته ورته نورو معلولینو سره مرستې وکړي.

نوموړي په ځانګړې توګه د خوړو له نړۍوال پروګرامه وغوښتل چې افغان معلولینو ته دې مرستې ځانګړې کړي؛ ځکه په وینا يې چې معلولین د سختو کارونو توان نه لري.

هغه زیاته کړه، په بلخ ولایت کې د مرستو وېش برخه کې د معلولینو ونډې ته پاملرنه نه کېږي.

په دې راټولېدنه کې د محمداکرم په نوم یو بل معلول هم وویل چې معلولین تر ټولو ډېر د مرستو مستحق دي.

هغه هم له حکومت او نورو مرستندویه ادارو په ځانګړې توګه له نړۍوالې ټولنې وغوښتل چې د مرستو په وېش کې دې معلولینو ته لومړیتوب ورکړي.

د بلخ د معلولینو شبکې یو غړي سیدمحمد یزدان‌پرست هم ادعا کوي چې د نړۍوالې ټولنې مرستې دوی ته نه رسېږي.

دی وايي، په وار وار يې بېلابېلو سرچینو ته خپل شکایت رسولی، خو تر دې مهاله يې غوښتنو ته پاملرنه نه ده شوې.

بلخوا، د یاد ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست وايي چې دوی ټولو معلولینو ته میاشتنی معاش ورکوي او دا لړۍ په نورمال ډول روانه ده.

د بلخ د شهیدانو او معلولینو چارو رییس مولوي جان‌محمد حکمت وایي چې دې ادارې په نورمال ډول معلولینو ته د معاش ورکولو لړۍ روانه ساتلې او هڅه کوي ټول هغه معلولین او د شهیدانو کورنۍ چې خپل حقونه یې نه دي ترلاسه کړي، تر نوي کاله یې ثبت او راجستر کړي.

نوموړي هم له سوداګرو، خیریه بنسټونو او نړۍ‌والې ټولنې وغوښتل چې له معلولینو او د شهیدانو له کورنیو سره مرسته وکړي؛ ځکه په وینا یې، دوی د ټولنې تر ټولو اړمن خلک دي.

Views: 20

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.