کابل (پژواک، ۱۸ کب ۱۴۰۲): افغان سوداګرو د هند له ځانګړي استازي سره په ليدنه کې له هندي لوري د دوه اړخیزې سوداګرۍ د ودې او افغان سوداګرو ته د ویزو ورکولو برخو کې د اسانتیاوو رامنځته کېدو غوښتنه کړې ده.
د افغانستان بهرنيو چارو وزارت مرستیال وياند ضياءاحمد تکل پر خپله اېکسپاڼه ليکلي چې د هند ځانګړي استازي جيپي سینګ د افغانستان له يو شمېر ملي سوداګرو سره د افغانستان او هند ترمنځ پر اقتصادي، ترانزیټي او د افغان سوداګرو د ویزو په اړه خبرې وکړې.
سرچينه زياتوي: «افغان سوداګرو د هند او افغانستان ترمنځ دوه اړخیزه سوداګري د دواړو هېوادونو د اقتصادي پراختیا لپاره ارزښتمنه وبلله او له هندي لوري یې د دوه اړخیزې سوداګرۍ د ودې او پراختیا او پر وړاندې یې د شته ستونزو لرې کولو او افغان سوداګرو ته د ویزو ورکړه کې د اسانتیاوو راوستلو غوښتنه وکړه.»
سرچينه زياتوي، جيپي سینګ افغان سوداګرو ته ډاډ ورکړ چې د هغوی مسایلو ته به جدي پاملرنه کوي، شته ستونزې به یې هوارې کړي او د ویزو اخیستو کې به هم اسانتیاو راوستل شي.
هغه دغه راز د دواړو هېوادونو ترمنځ د صادراتو او وارداتو پر ډېرېدو د ټينګار ترڅنګ ويلي: «هند غواړي چې د چابهار بندر له لارې سوداګرۍ ته وده ورکړي.»
تکل ليکي، په ياده ليدنه کې افغان سوداګرو د چابهار له لارې د سوداګرۍ اړوند ځینو ستونزو ته اشاره وکړه او هندي لوري په دې برخه کې د جدي هڅو ژمنه وکړه.
دا په داسې حال کې چې جيپي سینګ د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست وزير مولوي اميرخان متقي سره په ليدنه کې ویلي، هند لېوال دی چې په سیاسي او اقتصادي برخو کې له افغانستان سره اړیکې پراخې کړي او د چابهار بندر له لارې سوداګرۍ ته وده ورکړي.
Views: 49
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن