ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بامیان کې ۲۴ روغتیايي مرکزونه پاکې اوبه نه لري

بامیان کې ۲۴ روغتیايي مرکزونه پاکې اوبه نه لري

author avatar
26 Mar 2024 - 14:04
بامیان کې ۲۴ روغتیايي مرکزونه پاکې اوبه نه لري
author avatar
26 Mar 2024 - 14:04

بامیان (پژواک، ۷ وری ۱۴۰۳): بامیان کې ځايي مسوولین وايي، د دغه ولایت په ۲۴ روغتیايي مرکزونو کې د څښاک پاکې اوبه او د مینځلو (واش) سیسټم نشته، په داسې حال کې ساري او موسمي ناروغۍ ورځ تر بلې مخ په ډېرېدو دي.

د بامیان په یوه روغتيايي مرکز کې د معصومې په نوم یوه ډاکټره وايي، د لرو پرتو سیمو ډېر کلینیکونه او ولسوالۍ تر اوسه د څښاک پاکې اوبه نه لري.

هغې زیاته کړه: «دا چې پاکې اوبه د روغتیايي مرکزونو اړینه اړتیا ده خو تر اوسه هم یو شمېر کلینیکونه له دې ستونزې سره مخ دي، ځیني وختون ان د میکروب ضد مواد هم نه وي او قابلې د واش سیسټم نشتوالي له امله د زېږون پر مهال په کوزه لاسونه مینځي او زېږون ته چې یو ډول جراحي ګڼل کېږي، چمتو کېږي.»

د هغې په خبره، په داسې حال کې چې روغتیايي مرکزونه له داسې ستونزو سره مخ وي او د سیمې اوسېدونکي پاکو اوبو ته هیڅ لاسرسی ونه لري، له ککړو اوبو ګټه اخیستل پر ناروغیو د خلکو اخته کېدو خطر ډېروي.

د بامیان عامې روغتیا رییس ‌ډاکټر جعفر ذکي پژواک خبري اژانس ته وايي، د دغه ولایت په مرکز او اوو ولسوالیو کې شاوخوا ۷۴ روغتیايي مرکزونه دي چې اوس یې هم یو شمېر پاکې او اوبه او نور امکانات نه لري.

نوموړي وویل، د یاد ولایت په کچه شاوخوا ۲۴ روغتیايي مرکزونه تر اوسه هم پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري.

روغتیا پوهان د څښاک پاکو اوبو نشتوالی په ټولنه کې د ناروغیو ډېرېدو له لویو لاملونو ګڼي.

بامیان کې د داخله ناروغیو متخصص ډاکټر علي محمدي وايي، د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی ورځ تر بلې ستونزمن کېږي او خلک په ډېرو ستونزو د څښلو اوبه برابروي.

د هغه په باور، د زهرجنو او کیمیاوي موادو له امله ککړ چاپېریال د ځمکې لاندې او د سر اوبو ککړېدو لامل شوی او د ټولنې په کچه یې ډېر خلک پر بېلابېلو ناروغیو اخته کړي دي.

د هغه په خبره، ډېری ساري ویروسونه او ناروغۍ د ککړو اوبو او بشپړې حفظ الصحې نشتوالي له امله رامنځته کېږي.

هغه زیاته کړه، کله چې روغتیايي مرکزونه د څښاک پاکې اوبه ونه لري، له همدې مرکزونو به د ویروسونو د انتقال او د ځینو ناروغیو خپرېدو زمینه برابره شي.

ورته مهال، د بامیان شل بستریز انتاني روغتون رییس فروغ‌الدین امیري هم وايي، په دغه مرکز کې موسمي ناروغۍ مخ په ډېرېدو دي او ورځ تر بلې یې شمېر کې ډېرېږي.

د هغه په خبره، اوس مهال هره ورځ په سالنډۍ، حیوانې محرقې، تور ټوخي، شري، تور زېړي، سپین زېړي او نورو موسمي ناروغیو اخته ۱۹۰ کسان دغه روغتون ته مراجعه کوي، په داسې حال کې چې پخوا به هره ورځ تر ۱۴۰ ناروغانو مراجعه کوله.

هغه زیاته کړه، که په یاد مرکز کې د واش سیسټم په ګډون د اړتیا وړ اسانتیاوې برابرې نه شي، عملیات به په سمه توګه ترسره نه شي.

د بامیان عامې روغتیا رییس د یادو اندېښنو په اړه وايي، ستونزې یې د دغه ولایت له اړوند مسوولینو او مرستندویه موسسو سره شریکې کړې او هڅې روانې دي څو په ۱۴۰۳ کال کې ورته رسېدنه وشي.

Visits: 8

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.