ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل ښاروالۍ: د نیالګیو تخریب په صورت کې به له خلکو تاوان واخیستل شي

د کابل ښاروالۍ: د نیالګیو تخریب په صورت کې به له خلکو تاوان واخیستل شي

author avatar
26 Mar 2024 - 14:19
د کابل ښاروالۍ: د نیالګیو تخریب په صورت کې به له خلکو تاوان واخیستل شي
author avatar
26 Mar 2024 - 14:19

کابل (پژواک، ۷ وری ۱۴۰۳): د کابل ښاروالي وايي چې د ورځې ۶۶ زره نیالګي کېښودل کېږي او دغه ښار کې د خلکو له لوري د نیالګیو د تخریب په صورت کې له هغوی تاوان اخیستل کېږي.

د کابل ښاروالۍ استازي نعمت‌الله بارکري پژواک خبري اژانس ته وویل چې د نیالګیو کېښودلو کمپاین دوه اونۍ مخکې د دغه ښار په وزیر محمداکبر خان تپې کې د لوړپوړو چارواکو په حضور کې پیل شو.

د هغه په خبره، کابل ښاروالۍ په ۱۴۰۳ کال کې دوه میلیونه نیالګي کینوي چې د ورځې به شاوخوا ۶۶ زره نیالګي کېښودل شي.

هغه وویل چې دغه دوه میلیونه نیالګي کابل ښاروالۍ کې روزل شوي او هیڅ یو یې له بهره نه دي پېرل شوي.

نوموړي وویل، دا نیالګي مثمر او غیر مثمر او دغه‌راز زینتي بوټي دي چې په ښار، پارکونو او ټولو هغو ځایونو کې به کېښودل شي چې سمسورتیا ته اړتیا لري.

بارکزي وویل کابل ښاروالۍ په پام کې لري څو راتلونکي کال کې ډېر مثمر نیالکي کېږدي او سږ کال هم سل زره مثمر نیالګي کینول کېږي.

نوموړي زیاته کړه چې د دغو نیالکیو د اوبو کولو لپاره له قطره‌یي سیسټمه استفاده کوي او عملاً د کابل ښار په څو ځایونو کې له دغه سیسټم څخه کار اخیستل کېږي.

د کابل د ښاروالۍ استازي وویل چې یوازې د اړتیا په صورت کې به د ونو اوبو کولو لپاره د ځمکې لاندې له اوبو استفاده کوي؛ ځکه د ځمکې لاندې اوبو موضوع دوی ته ډېره مهمه ده.

د هغه په خبره، تېر کال يې د قرغې له بنده ان یو لېتر اوبه هم نه دي استفاده کړې او مخکې له دې چې د ځمکې لاندې له اوبو کار واخلي له سطحي اوبو استفاده کوي.

د هغه په خبره، مشخصه نه ده چې د کابل ښار په کومو سیمو کې ډېر نیالګي کېښودل کېږي؛ ځکه د دغه ښار په ۲۲ ناحیو کې ۱۴۱ پارکونه فعال دي او دا پروسه ټولو ځایونو کې د تطبیق وړ ده.

د کابل ښار اوسېدونکي باید د نیالګیو ساتنې لپاره څه وکړي؟

نعمت‌الله بارکزي دې برخه کې د خلکو همکاري اړینه وبلله او ویې ویل چې کابل ښاروالۍ په یوازې ځان هیڅ کار نه شي کولای.

نوموړي زیاته کړه: «تېر کال کابل ښاروالۍ ۶۰۰ زره نیالګي ایښي وو، فقط پنځه زره یې وچ شول، په دې اړه چې د کرنې برخې کارپوهان کوم نظرونه لري د هغو له مخې، که پنځه سلنه نیالګي وچ شي یو عادي بحث دی او نه شو کولای چې هغه د مدیریت له نشتون یا د بحران له مدیریت سره مرتبط وګڼو مثلاً که تاسو ۱۰۰ زره نیالګي ږدئ او پنځه زره یې وچ شي یوه طبیعي خبره ده.»

هغه وویل چې باید خلکو ته د ښار د مالکیت حس ورکړل شي څو له ټولو مواردو ساتنه وکړي.

نوموړی وایي: «که څوک یو نیالګی له منځه وړي، د کابل ښاروالۍ چې کال کې په یوه نیالګي له درې‌نیمو تر څلورو زرو افغانۍ لګوي، له ارزونې او د نیالګي د عمر له معلومولو وروسته دغه اندازه پیسې له هغو خلکو د تاوان په نوم اخیستل کېږي.»

د کابل د ښاروالۍ استازي د نیالګیو کېښودلو برخه کې له خلکو د همکارۍ غوښتنه وکړه.

کابل ښاریان په دې اړه څه وایي؟

د کابل ښار د پروان سوم سیمې یوه نیالګي پلورونکي مایل‌ آغا پژواک ته وویل چې له ۲۰ کلونو را په دیخوا نیالګي پلوري او د تېرو کلونو په پرتله یې بازار ښه نه دی.

هغه وویل چې خلک نظر خپلې لېوالتیا ته مثمر او غیر مثمر نیالګي پېري او دا نیالګي ډېری کابل ته له پروان، کاپیسا، ننګرهار او لغمان ولایتونو څخه راځي.

نوموړي وویل چې د نیالګیو بیه له ۱۰۰ افغانيو پیلېږي او تر زرو افغانیو پورې هم رسیږي چې د هغه جنسیت او عمر ته په کتو پلورل کېږي.

هغه له کابل ښاریانو وغوښتل چې نیالګي وپېري او کینوي څو ښار سمسور شي او د چاپېریال ساتنه وشي.

بلخوا، عبدالحفیظ چې د نیالګیو پېرلو ته راغلی، وایي چې غواړي څو نوي کال کې طبیعت ته خپله برخه ادا کړي.

هغه وایي چې له ۵۰ تر ۶۰ نیالګیو پورې پېري‎ او بدخشان ته به یې واستوي.

د عبدالحفیظ پیغام خلکو ته دا دی چې د چاپېریال پر وړاندې دې خپل مسوولیت ترسره کړي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې نیمروز کې ځینو نیالګیو پلورنکو پژواک ته ویلي وو چې دې وروستیو کې د خلکو هیلې د وچکالۍ ختمېدو ته ډېرې شوې او ګڼ شمېر بزګر د نیالګیو پېرلو په موخه دوی ته مراجعه کوي.

Visits: 42

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.