فراهښار (پژواک، ۱۷ وری ۱۴۰۳): د فراه امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت پشتکوه ولسوالۍ کې ناپېژانده وسلهوالو د تراويح لمانځه مهال درې کسان په ډزو وژلي دي.
د فراه امنیه قوماندان مولوي عبدالظاهر خادم د دغه خبر د تایید ترڅنګ پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه پېښه بېګا ماخوستن د پشتکوه ولسوالۍ د «کوټوالي» کلي په جومات کې شوې ده.
هغه وویل چې وژل شوي کسان ملکي وګړي دي.
امنیه قوماندان د جزئیاتو له ورکولو پرته وایي، سیمې ته امنیتي کسان رسېدلي او د پېښې په اړه نور جزئیات به وروسته په ډاګه شي.
Views: 140
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن