ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پروان کې د ترافیکي پېښې له امله اووه کسان ټپیان شوي

پروان کې د ترافیکي پېښې له امله اووه کسان ټپیان شوي

author avatar
6 Apr 2024 - 16:04
پروان کې د ترافیکي پېښې له امله اووه کسان ټپیان شوي
author avatar
6 Apr 2024 - 16:04

چاریکار (پژواک، ۱۸ وری ۱۴۰۳): د پروان امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په بګرام ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله اووه کسان ټپیان شوي دي.

د پروان ولایت د امنیه قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پېښه تېره ورځ ماښام مهال د بګرام ولسوالۍ اړوند د کجي حاجي سېمه کې د یوه سراچه ډوله او هینو موټرو د ټکر له امله رامنځته شوې ده.

سرچېنې لیکلي چې په دغه پېښه کې د ماشومانو او ښځو په ګډون اووه کسان ټپيان شوي دي.

خبرپانه کې راغلي چې د پیښې ټپیان د امنیتي ځواکونو او د سیمې د اوسیدونکو په همکارۍ د پروان ولایت ملکي روغتون ته لېږدول شوي او پیښه د ترافیکو مدیریت له لوري تر څیړنو لاندې ده·

 

Views: 49

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.