کابل (پژواک، ۲۱ وری ۱۴۰۳): د حج او اوقافو وزارت وایي، د سترې محکمې د میاشتې لیدلو کمېټې له رسمي اعلان وروسته دې په ټول هېواد کې د کوچني اختر لمونځ د سهار په اووهنیمو (۷:۳۰) بجو ادا شي.
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې ويلي، ټولو هېوادوالو ته دې د علماوو له خوا پوهاوی ورکړل شي چې د سترې د محکمې د میاشتې لیدلو کمېټې له رسمي اعلان وروسته د کوچني اختر د مراسمو ترسره کولو لپاره چمتووالی ونیسي.
خبرپاڼه کې راغلي، په ټول هېواد کې دې د کوچني اختر لمونځ د سهار په اووه نیمو (۷:۳۰) بجو ادا شي.
یاد وزارت ویلي، امامان دې په ځانګړې موضوع له تقریر او بیان وروسته متصل د «امیرالمؤمنین» اختریز پیغام ملت ته ولولي.
سرچینه زیاتوي، خطیبان او امامان باید ولس ته پوهاوی ورکړي چې د امنيت لا ښه ټينګښت برخه کې له اسلامي امارت سره اړینه همکاري وکړي: «یعنې د نظام ضد تبلیغاتو، مجلسونو او د امنیت د تخریب له عواملو څخه په کلکه ډډه او ورڅخه مخنیوی وکړي.»
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان سترې محکمې تېر ماښام اعلان وکړ چې سبا چهارشنبه د کوچني اختر لومړۍ ورځ ده.
Views: 59
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن