ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کرنې ریاست: د خروار اوبو بند په رغولو سره به ۳۰ زره جریب شاړه ځمکه خړوبه شي

کرنې ریاست: د خروار اوبو بند په رغولو سره به ۳۰ زره جریب شاړه ځمکه خړوبه شي

author avatar
10 Apr 2024 - 11:24
کرنې ریاست: د خروار اوبو بند په رغولو سره به ۳۰ زره جریب شاړه ځمکه خړوبه شي
author avatar
10 Apr 2024 - 11:24

پل‌علم (پژواک، ۲۲  وری ۱۴۰۳): د لوګر د خروار ولسوالۍ اوبو بند بیارغونې چارې بېرته پيل شوې دي؛ خلک او مسوولین وايي چې په جوړېدو به یې زرګونه جریب ځمکه خړوبه شي او ۱۳ زره کورنۍ به ترې ګټه اخلي.

د خروار ولسوالۍ یوه کروندګر عبدالرحمن پژواک خبري اژانس ته وویل، د دغه بند له جوړېدو سره به په دې ولسوالۍ کې د کرنې او بڼوالۍ لپاره د اوبو کمښت ستونزه هواره شي او زرګونه جریب شاړه ځمکه به کرلو چمتو شي.

هغه وړاندیز وکړ چې د خروار ولسوالۍ د اوبو بند دویمه برخه هم بیارغونې ته اړتیا لري چې ورسره به د دې ولسوالۍ ترڅنګ د لوګر پاتې ولسوالیو ته هم برېښنا برابره شي.

د خروار اوبو بند تخنیکي انجنیر فضل‌الرحمان عمرزي وايي، د خروار اوبو بند ۳۶ متره لوړوالی، ۱۴۰ متره اوږدوالی او ۲۰ متره سور لري چې د ۱۷ میلیون متره مکعب اوبو زېرمه کولو وړتیا لري.

دی وایي، د دغه بند له بشپړېدو وروسته به زرګونه جریب کرنیزه ځمکه خړوبه شي او ۱۳۰۰۰ کورنۍ به ترې ګټه اخلي.

هغه زیاته کړه: «د دغه بند بیارغونې اساسې ګټه دا ده چې موږ سروې ترسره کړې ده، ډېری هغه کارېزونه، څاګانې چې غیرفعال دي، دوباره فعالېږي، د خروار بند ساحه به د خلکو لپاره په تفریحي ساحه بدله شي، همدارنګه د خروار ولسوالۍ اوسېدونکو لپاره ښه زېری دا دی چې په دویم پړاو کې به له یاد بنده برېښنا هم تولید شي.»

د لوګر سیندیزې حوزې رییس مولوي محمداسماعیل اخندازه پژواک ته وویل، د اوبو او برېښنا وزارت له لوري د سل میلیون افغانیو په لګښت د خروار اوبو بند بیارغونې چارې پيل شوې چې په راتلونکو شپږو میاشتو کې به بشپړې شي او شاوخوا ۳۰ زره جریب کرنیزه ځمکه به خړوبه کړي.

دغه راز د لوګر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مطبوعاتي مسوول شاهدالله همراز پژواک ته وویل، د خروار اوبو بند د کرنې او بڼوالۍ برخه کې ځانګړی اهمیت لري.

دی وايي: «د خروار ولسوالۍ د اوبو بند بیارغونې کارونه ۴۲ سلنه مخې ته تللي، کار اوس هم روان دی، د دغه بند په بیارغونې سره به ۳۰ زره جریب ځمکه خړوبه شي چې د کرنې لپاره ځانګړی اهمیت لري، شاړې ځمکې به ابادې شي، د ځمکې لاندې اوبو سطحه به لوړه شي، د خاورې د تخریب، سېلابونو او وچکالۍ مخنیوی به وشي.»

د لوګر حکومتي مسوولینو د معلوماتو له مخې، د خروار اوبو بند جوړولو چارې د لومړي ځل لپاره په ۱۳۱۰ کال کې پيل شوې وې خو د ځينو ستونزو له امله نیمګړې پاتې وې خو دوه میاشتې مخکې یې یو ځل بیا د بیارغونې چارې پيل شوې دي.

Visits: 85

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.