ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ماشومانو کې د زړه سوري ناروغي؛ «له خپلوانو سره واده، پرله‌پسې زېږونونه او په خپل سر درمل خوړل یې لاملونه دي»

ماشومانو کې د زړه سوري ناروغي؛ «له خپلوانو سره واده، پرله‌پسې زېږونونه او په خپل سر درمل خوړل یې لاملونه دي»

author avatar
11 Apr 2024 - 12:24
ماشومانو کې د زړه سوري ناروغي؛ «له خپلوانو سره واده، پرله‌پسې زېږونونه او په خپل سر درمل خوړل یې لاملونه دي»
author avatar
11 Apr 2024 - 12:24

کابل (پژواک، ۲۳ وری ۱۴۰۳): ډاکټران سپارښتنه کوي چې د زړه سوري ناروغي مخنیوي لپاره دې د نورو مواردو ترڅنګ، د امېدوارۍ پر مهال د خپل‌سرو درملو له کارولو، د زیږون ترمنځ مناسبې مودې نه مراعاتولو او له خپلوانو سره له واده کولو دې ډډه وشي.

دا په داسې حال کې ده چې د زړه سوري ناروغۍ درملنې لپاره عملیات او لګښت ته اړتیا ده، خو داسې کورنۍ هم شته چې د دې ناروغۍ د درملنې توان نه لري، له همدې امله افغانۍ سره میاشت هر کال د سلګونو دغو ماشومانو د درملنې زمینه برابروي.

د اریانا کمپلېکس روغتون کې د زړه ناروغیو متخصص ډاکټر خیبر صدیقي پژواک خبري اژانس ته وویل: «د زړه سوري‌ ناروغي لکه څرنګه چې له نوم څخه یې ښکاري د زړه ناروغي ده چې ماشوم له مور څخه د سوري زړه پر ناروغۍ اخته نړۍ ته راځي.»

هغه زیاته کړه چې ارثیت، جنټیکي ستونزې، له خپلوانو سره واده کول، په پاخه عمر کې زیږون، پرله پسې ولادتونه، په ډېر کم عمر کې زیږون، له نشه‌یي توکو په ځانکړې توګه له الکولو استفاده، په سینه‌وبغل ناورغۍ د اخته مور، د امېدوارۍ پر مهال د خپل‌سرو درملو کارول له موره په سوري زړه د اخته ماشومانو پیداکېدو اصلي لاملونه دي.

دغه راز هغه د دې ناروغي په اړه وویل، زړه دوه هلېزه په پورتنۍ او دوه دهلېزه په لاندینۍ برخه کې لري، د زړه د دهلېزونو ترمنځ دوې پردې شتون لري، ډېری مهال د زړه لاندیني دهلېز ترمنځ سوری موجود وي چې خطرناک هم دي.

هغه په اړه چې ولې د زړه لاندیني دهلېز کې سوری خطرناک دی، وویل: «ځکه پر سږو فشار ډېروي او ناروغ ژر ناارامه کېږي، خو هغه ناروغان چې ژر موږ ته راځي نو عملیات کېږي او هغه ناروغان چې ناوخته مراجعه کوي، د دې امکان یې شته چې ښايي د عملیات وړ نه وي.»

سرچینې زیاته کړه: «هغه سوري چې د زړه په پورتنۍ برخه کې وي نو د سږو فشار نه لوړیږي او ناروغ ژر نه ناارامه کېږي او حتا موږ داسې ناروغان هم درلودل چې تر ۴۵ کلنۍ هم رسېدلي او موږ ته یې مراجعه کړې او موږ عملیات کړي.»

نوي زیږېدلي پر زړه سوري ماشومان د دې ترڅنګ چې شیدې سمې نه‌شي ردولای، د شیدو رودلو پر مهال له نفس‌تنګۍ، خولې کېدو او د جلد کبودي سره هم مخ وي.

هغه سپارښتنه وکړه چې میندې باید د امېدوارۍ پر مهال د خپل‌سرو درملو له کارولو او له نږدې خپلوانو سره له واده ډډه وکړي او مناسب خواړه وخوري.

دغه راز، هغه ټینګار وکړ چې د یادو ټولو بې‌وقفو زیږونونو ترڅنګ په کم عمر کې دې له واده کولو او په ډېر عمر کې دې له امېنداورۍ ډډه وشي.

ورته مهال، د کابل ښار په سټار روغتون کې د زړه او تنفسي ناروغیو متخصص جراح ډاکټر رفیع حمیدي وايي، د امېندوارۍ پر مهال ناسمه تغذیه، په خپل سري توګه د درملو کارول او ارثیت په نوو زېږدلو ماشومانو کې د زړه سوري لاملونه بلل کېږي.

هغه وايي: «کېدای شي د زړه سوري کوچني وي، کله کله دغه کوچني سوري د وخت په تېرېدو تر یوه کلنۍ پورې په خپله بندیږي، خو که تر یوه کلنۍ بند نه شول، له بده مرغه چې بیا نو نه بندیږي او سره له دې چې نه بندیږي، کېدای شي نورې ستونزې هم پیدا کړي.»

هغه هم د خیبر صدیقي ډاکټر څرګندونو ته ورته څرګندونې وکړې او ویې ویل: «کله چې یوه کورنۍ پوه شي چې ماشوم یې د زړه سوری لري خپله روحیه دې له لاسه نه ورکوي، کله چې ماشوم یې ناروغ شو ژر تر ژره دې ډاکټر ته مراجعه وکړي او کله چې پوهیږي د زړه سوري پر ناروغۍ اخته دی، باید ژر تر ژره عملیات شي څو ښه شي.»

د زړه سوري پر ناروغۍ د اخته ناروغانو وړیا عملیات

د افغاني سرې میاشتې ویاند مدثر همراز پژواک ته وویل چې یاد بنسټ هر کال د زړه سوري پر ناروغۍ اخته د سلګونو ماشومانو د وړیا درملنې زمینه برابروي، د مثال په ډول تېر کال د زړه سوري پر ناروغۍ د اخته شاوخوا ۸۰۰ ماشومانو وړیا درملنه ترسره شوه.

هغه زیاته کړه چې د هر ناروغ عملیات او درملنه د کابل ښار په خصوصي روغتونونو کې ترسره کیږي چې ۶۰ زره تر ۱۵۰ زره افغانیو لګښت پرې راځي.

خو هغه وايي، سره میاشت په پام کې لري څو راتلونکې کې د داسې ناروغانو درملنې لپاره یو روغتون جوړ کړي.

روغ شوي کسان

د تخار ولایت اصلي اوسېدونکې شکیبا رشید چې د زړه سوري پر ناروغۍ اخته وه او د سرې میاشتې له لارې په اریانا کمپلېکس روغتون کې عملیات شوې، وايي، مخکې له دې چې ناروغي یې تشخیص شي له نفس تنګي، ستړیا او د اوږو له درد څخه یې شکایت درلود.

دا چې عملیات یې په بریالي‌توب ترسره شوی او روغتیایي حالت یې ښه دی، خوشحاله وه.

دغه راز، د لوګر ولایت اوسېدونکی مولوي حفیظ‌الله چې دولس کلنه لور یې پر زړه سوري ناروغۍ اخته وه او په اریانا کمپلکس روغتون کې عملیات شوې، وايي چې لور یې تل نفس تنګي درلوده، ډېره به ستړې وه او ژر ژر به سینه بغل کېده.

هغه وویل چې د لور عملیات یې په دغه روغتون کې په بریالي‌توب ترسره شول او اوس یې روغتیایي حالت ښه دی.

دواړو سرچینو د افغاني سرې میاشتې ستاینه وکړه؛ ځکه د درملنې وړیا زمینه یې ورته برابره کړې ده.

Visits: 19

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.